تازه خبرونه
پاکستان دې افغانستان ته ۵ بندي طالبان وسپاري
د افغانستان ملي امنیت شورا په ډاګه کړې؛ د پاکستان له چارواکو غوښتل شوي، چې په پاکستان کې بندي ۵ لوړپوړي چارواکي دې افغان حکومت ته وروسپارل شي.
د افغانستان او پاکستان چارواکو د سولې خبرو د پیلو لپاره یو لړ شرطونه وړاندېز کړي، چې یو یې د بندیانو راکړه ورکړه ده.
د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه ویلي، په پام کې ده پر وړاندې شويو موضوعاتو به په را روانه اوونۍ کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په ګډه ناسته کې، چې د عمان په پلازمېنه مسقط کې جوړېږي، بحث وشي.
هغه زیاته کړې، چې د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد آصف ته د ۵ طالب بندیانو د خوشې کولو او افغان حکومت ته یې د ورسپارلو غوښتنه کړې وه.
نوموړي د دغو طالب بندیانو نومونه یاد کړي نه دي؛ خو د پاکستان ایکسپرېس ترېبیون ورځپاڼې دغه طالب بندیان، ملا غني برادر، ملا عبدالمنان نانی، ملا عبدالصمد ثاني او ملا سلیمان آغا ښودلي دي.
ویل کېږي دا طالب بندیان د سولې خبرو پیلولو لپاره مهم دي.
تېره اوونۍ د پاکستان پوځ مشر قمرجاوید باجوه افغانستان ته راغلی و، چې ورسره د سولې خبرو د پیلیدو هیلې راوټوکیدلې.
دغه راز ارګ په ډاګه کړې، چې په نږدې راتلونکې کې به د سولې خبرو د پیلولو په موخه افغان ولسمشر اشرف غني پاکستان ته سفر وکړي.