Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان ومنله، چې له خاورې يې طالبان پر افغانستان د بریدونو لپاره کار اخلي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

دوه لوړ پوړیو امنیتي چارواکو، چې اسلام آباد ته تللي وه؛ د پاکستان په خاوره کې یې د وسلوالو طالبانو د حضور، د ترهګرو د مرکزونو او د اړوند مدرسو په اړه پاکستاني لوري ته اسناد وړاندې کړي، چې له همدې سیمو پر افغانستان بریدونه پلانیږي.

په کابل کې وروستیو خونړیو پېښو ارګ بې صبره کړ او کورنیو چارو وزیر او ملي امنیت رییس یې د چارشنبې پر ورځ (د سلواغې ۱۱) پاکستان ته ولیږل، چې د طالبانو او ترهګرو د مرکزونو او حضور  په تړاو پاکستاني لوري ته اسناد وړاندې کړي.

پاکستان نه منله، چې په خاوره کې یې ترهګر شتون لري؛ خو دا ځل یې منلې، چې له خاورې یې د طالبانو لخوا پر افغانستان د بریدونو لپاره  کار اخیستل کیږي.

د ملي امنیت لوی رییس محمد معصوم ستانکزی وایي، د پاکستان چارواکو نه منله، چې طالبان په کې خوندي او ډاډمنې ځالې لري او له دغه ځایه یې هڅې رهبري کیږي؛ خو داځل یې رد نکړه، بلکې ومنل شوه.              

د وروستیو بریدونو په تړاو څلور نیول شویو کسانو ملي امنیت ته یو لړ معلومات وړاندې کړي، چې ښیي دوی په پاکستان کې له ترهګرو ډلو سره په اړیکه کې دي او د ملي امنیت په خبره دغه شواهد داسې دي، چې اسلام آباد ترې انکار نه شي کولی.

ستانکزی زیاتوي؛ مونږ په دې وروستیو کې له یو شمېر نیول شویو کسانو څخه، چې له وسلوالو مخالفینو سره  تړلي دي بشپړ معلومات تر لاسه کړي وه، چې له ترتیب وروسته پاکستانیو چارواکو ته وسپارل شول.              

کورنیو چارو وزیر وایي، له پاکستان غوښتل شوي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پر ضد جدي اقدام وکړي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي، مونږ له پاکستانیو چارواکو سره په لیدنه کې له هغو وغوښتل، چې د افغانستان د خلکو حوصله نوره پای ته رسیدلې ده.        

ښاغلي برمک ویلي؛ ټاکل شوې، چې راتلونکې اوونۍ یو پاکستانی پلاوی کابل ته راشي او افغان چارواکو ته د پاکستان د اقداماتو په تړاو معلومات وړاندې کړي.

 په کابل کې د پاکستان سفارت وایي، کوم پلاوی، چې کابل ته راځي؛ له ترهګرۍ سره پر مبارزه، سولې او د کډوالو په اړه له افغان چارواکو سره خبرې کوي.

تازه خبرونه

د تېرو څلورو ورځو بارانونو له کبله ۸ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي؛ په تېرو ۴ ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۸ کسان مړه شوي، درې ټپیان دي او شل هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

ملا جانان سایق دا هم ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه بشپړ او یا څه ناڅه ویجاړ شوي او ۲۰ کیلومټره سړکونه سیلابونو وړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ٣٠ څاروي هم له منځه تللي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړې: له نېکه‌مرغه وروستیو اورښتونو په هېواد کې د اوبو کچه لوړه کړې، د ځمکې لاندې اوبه راپورته شوي او کروندګر خوښ دي.

ویل کیږي، چې د طبیعي پېښو  پر وړاندې د  دولت وزارت په ولايتونو کې خپلو ټولو رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې قربانيانو ته د لاس‌رسي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.

په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.

د بغلان غوري  سمنټو د  شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ​​۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.

د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.

محمد طاهر وایي: اوس‌مهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې  جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت له‌خوا ترسره کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!