تازه خبرونه

پاکستان د افغان صادراتو په وړاندي نوې ستونزې رامنځته کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ خونې مسوولینو له صادروونکیو سره په یوه ګډه ناسته کې  وویل: پاکستان د افغان صادراتو په وړاندي نوې ستونزې رامنځته کړي؛ خو افغان حکومت يي د حل لپاره هیڅ اقدام ندی کړی.

د سوداګرۍ  خونه وايي، له تېرو شپږ میاشتو راپدیخوا پاکستان پر افغان صادراتو شرایط  سخت کړي.

دوی زیاتوي، حکومت باید دې ستونزې ته د حل لار ومومي او که داسې ونشي؛ نو افغان باغ لرونکي او صادرونکي به د تازه میوې په نوي فصل کې زیانمن شي.

دوی په ډاګه کړې، چې افغانستان هر کال ۲۰۰ زره ټنه تازه میوه صادرات لري، چې ډېره برخه يې پاکستان ته روانه ده.

دوی له حکومت څخه د پاکستان پر صادراتو د ورته کړنې غوښتنه کوي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي: له حکومته مو هیله داده، چې دغه ستونزه حل کړي او که نه کیږي بیا دې په ورته اقدام لاس پورې کړي، چې د سوداګرۍ دا ستونزه  مو اواره شي.

د هېواد د تازه میوې صادروونکیو له سوداګرۍ خونې غوښتنه کړې، چې د پاکستان پر بدیل مارکیت دې د خپلو صادراتو لپاره  فکر وکړي.

دوۍ وايي، روسیه، قزاقستان او چین یو ښه بدیل دی، چې  په اړه یې باید همغږي رامنځته شي.

د سوداګرۍ وزارت بیا وايي،  د تازه میوې د صادروونکیو ستونزه به ژر حل شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي: مونږ به ډېر ژر له پاکستان سره د صادراتو د ستونزې د حل لپاره یو پلاوی دغه هېواد ته واستوو.

نوموړي زیاته کړې، چې د راتلونکي فصل لپاره مو تدابیر نیولي او له اربکستان سره مو هم د افغان صادراتو لپاره خبرې رواني دي.

د سوداګرۍ خونې مسوولین څرګندوي، چې د پاکستان حکومت له افغان سوداګرو څخه د اروپا په کچه د معیارونو غوښتنه کوي. په داسې حال کې،  چې د پاکستان  صادرات له هر راز معیار پرته د افغانستان بازارو نو ته رارسیږي.

د میوې صادروونکي وايي، حکومت باید د میوې د فصل له رسیدو وړاندې د صادراتو ستونزې اوارې کړي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version