تازه خبرونه

پاکستان له طالبانو سره ټینګه اړیکه لري- ولسمشر غني

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته په خپل سفر کې ویلي، چې پاکستان له طالبانو سره ټینګه اړیکه لري.

ولسمشر غني، چې تېره ورځ( د چنګاښ ۷) پاکستان ته په دوه ورځني سفر تللی؛  د اسلام آباد  د ستراتیژیکو اړیکو په انستیتوت کې یې د وینا پر مهال  د اقتصاد او امنیت په ډګر کې له هغه هېواده د همکاریو غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني  پاکستان ته وړاندیز کوي، چې دواړه هېوادونه باید د همکاریو لپاره له هڅوونکې تګلارې ګټه واخلي او په راتلوونکې کې د ښو اړیکو جوړولو لپاره دواړه هېوادونه باید تېر هیر کړي.

ولسمشر ټینګار کوي؛ د اقتصاد او امنیت په برخو کې د پاکستان همکاري دواړو هېوادونو ته مهمې دي.

د پاکستان او طالبانو تر منځ ډ‌ېره پیاوړې تړاو شته، مونږ  یې باید پر بشپړو پروګرامونو وپېژنو، چې  د نښتو پر ځای همکاریو ته مخه کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې اجرائیه رییس جینوا ته تللی او هلته یې د سولې بهیر دستراخوان غوړولی دی. عبدالله وایي، هیڅ افغان جګړه نه غواړي او په هېواد کې روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان ډېري خلک په خپل هېواد کې د تلپاتې سولې ملاتړي دي؛ خو له بده مرغه جګړه پر افغانانو تپل شوې ده.

اجرایي رییس را روانې ټاکنې د هېواد په ټیکاو او سوله کې ډېرې مهمې بولي او تمه لري، چې دا ټاکنې رڼې او عادلانه تر سره شي.

هغه وایي: مونږ هیله لرو، چې عادلانه او آزادې ټاکنې ولرو؛ ځکه مونږ فکر کوو، چې دا ډول ټاکنې به په هېواد کې د ټیکاو له رواستو او ټینګښت سره مرسته وکړي.

زیات کارپوهان په دې باور دي، چې پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول لوبولی شي.

وبه کتل شي، چې د ولسمشر سفر کولی شي پاکستاني چارواکي د سولې په بهیر کې رښتینې همکارۍ ته چمتو کړي او که نه؟

Trending

Exit mobile version