تازه خبرونه
پاکستانیو پولیسو د افغان بیرغ سپکاوی کړی
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ په سلګونه پاکستانيو پولیسو په پیښور کې د افغانستان قونسلګرۍ ته له خبرتیا پرته پر افغان مارکیت برید کړی او د یاد مارکیت پر بام له څو لسیزو لګول شوی بیرغ یې لیرې کړی او پرې لګیدلې لوحه یې له ځانه سره وړې ده.
د افغانستان حکومت د خیبر پښتونخوا د پولیسو له لوري د افغان ملي بیرغ د سپکاوي او بې مسوولیته کار په غبرګون کې پاکستاني لوري ته خپل سخت اعتراض وړاندې کړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې افغانستان د دې عمل پر وړاندې خپل اعتراض څرګندوي.
افغان مارکیت، چې د افغانستان د ملي بانک ملکیت شمېرل کېږي، د یوه پاکستاني شوکت کشمیري نومي له لوري ورباندې دعوه شوې او دا مهال یې قضیه په عدلي ارګانونو کې روانه ده؛ خو د پېښور سترې محکمې دا مارکیت نوموړي ته سپارلی، چې اوس یې د ملکیت ادعا کوي.
د افغانستان حکومت ټینګار کړی، چې محکمې د سیاسي انګیزې د درلودو له کبله د افغانستان اسناد او قانوني جوازونه په پام کې ندي نیولي.
د یادونې ده، چې دغه پېښه دوه ورځې مخکې رامنځته شوې او د افغانستان قضایي ارګانونه له دې پرېکړې راضي ندي.