سیمه ییز خبرونه

پركونړ ولايت د پاكستان توپچيان پرلپسې ډزې كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د رپوټونو له مخې:

له تېرې ورځې راهيسې يوازې پر دانگام ولسوالۍ اووه اتيا توغندي لگېدلي،  چې د مالي زيانونو رپوټونه ترې ترلاسه شوي هم دي.

د كونړخلك پرافغان حكومت نيوكه كوي، چې د دغو بريدونو په مخنيوي كې يې خپل مسووليت تر سره كړى نه دى.

د افغان دولت لخوا امنيت شورا ته پرسرحدي سيمو د پاکستانيو ځواکونو د توغنديزو بريدونو د ستونزې له وړاندې کولو سره، سره اوس هم په بريدونو کې لږوالى راغلى نه دى.

د کونړامنيه كوماندان جنرال عوض محم دنذيري وايي:

پاکستانيو ځواکونو په تېرو څليريشت ساعتونو کې پر دانگام ولسوالۍ اووه اتيا  پرلپسې توغندي توغولي، چې له كبله يې د سيمې خلکو ته درانده مالي زيانونه اوښتي دي.

د دې ولايت اوسيدونکي وايي:

د پاکستانيو ځواکونو د بريدونو په وړاندې د افغان دولت چوپتيا او راروان سوړ ژمي اندېښمن کړي يو.

دوى يو وار بيا پرافغان دولت اونړيوالې ټولنې د دې بريدونو د مخنوي لپاره غږ کوي او ډاډ ورکوي، چې د دې بريدونو د ورته ځواب ويلو په صورت کې به له خپلو امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه له خپلې خاورې دفاع وکړي.

که څه هم پر سرحدي سيمو د پاکستاني ځواکونو د څرگند تېري په غبرگون کې د افغان دولت لوړ پوړيو چارواکو او امنيتي مسوولينو د ورته ځواب گواښونه کړي؛ خو د څومياشتنيو پرله پسې بريدونوسره، سره اوس هم افغان دولت په دې برخه کې د پام وړ گام نه دى پورته کړى.

Trending

Exit mobile version