تازه خبرونه

پرله‌پسې کړکېچونو په افغانستان کې د انساني قاچاق خطر زیات کړی ــ ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، له ګاونډ هېوادونو څخه د افغانانو پراخ جبري ستنېدا، د کوکنارو پر کرکیلې ولاړ اقتصاد کمزوري کېدا، د بشري مرستو کمښت، طبیعي پېښې او د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه د خلکو زیان‌منېدا څو برابره کړې ده.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر او د کډوالۍ نړیوالې ټولنې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې پر مناسبت خبرداری ورکړی، چې پرله‌پسې کړکېچونو په افغانستان کې د انساني قاچاق او ښکېلاک خطر زیات کړی او د قربانیانو د مخنیوي، پېژندنې او ملاتړ لپاره یې د همغږو هڅو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، له ګاونډ هېوادونو څخه د افغانانو پراخ جبري ستنېدا، د کوکنارو پر کرکیلې ولاړ اقتصاد کمزوري کېدا، د بشري مرستو کمښت، طبیعي پېښې او د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه د خلکو زیان‌منېدا څو برابره کړې ده.

د دغو بنسټونو د موندنو له مخې، یوازې ۱۱ سلنه راستنېدونکي ثابت کار یا کار و بار لري. په داسې حال کې، چې ۵۶ سلنه کورنۍ د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه‌لري. نږدې نیمایي راستنېدونکي د پورونو او مالي مرستو پر مټ ژوند کوي، چې دا وضعیت د انساني قاچاق، جبري کار او نورو ښکېلاکي او استثماري کړنو خطر زیاتوي.

دواړو بنسټونو ویلي، چې قربانیان اوس هم ناامن کار، جبري مزدوري، جنسي ښکېلاک، د غلامۍ ورته حالتونو او آن د بدن د غړو جبري ایستلو ته اړ ایستل کېږي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ ښځې، ماشومان، راستنېدونکي او پوروړې کورنۍ تر ټولو ډېر له دې ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر استازي پولیاک اوک سري ویلي، اوسنيو فشارونو د انساني قاچاق او ښکېلاک خطر ډېر کړی او د مخنیوي او ملاتړ د هڅو پیاوړتیا ته جدي اړتیا شته.

همداراز د کډوالۍ نړیوالې ټولنې د افغانستان مشر میهیونګ پارک ویلي: د راستنېدونکو اوسنی شمېر د افغانستان د خلکو له وړتیا لوړ دی او که نړیواله ټولنه پراخ ملاتړ ونه‌کړي، ډېری راستنېدونکي به د کار، استوګنځي او بنسټیزو خدمتونو له کمښت سره مخ شي؛ هغه وضعیت، چې کولی شي خلک د انساني قاچاق د شبکو ښکار کړي.

دواړو بنسټونو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د سیمه‌ییزو همکاریو، د ملاتړو خدمتونو، د پرله‌پسې معیشتي فرصتونو او د خوندي کډوالۍ لارو پر پراختیا د انساني قاچاق د دې مخ پر زیاتېدونکي ګواښ د کمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

Trending

Exit mobile version