بی بی سی پښتو

پروان او خوست کې پر جوماتونو بریدونه؛ لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي

Published

on

Getty Images
حکومت او طالبان د دې بریدونو پړه پر یو بل ور اچوي

سې شنبه ماسخوتن ناوخته د پروان ولایت مرکز چاریکارو په خلازیو سیمه کې پر یو جومات برید کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي‌ دي.‌ بل لور ته خوست کې هم د تراویح پر مهال پر جومات برید کې لږ تر لږه ۳ لمونځ کوونکي وژل شوي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې مروا امیني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی چې “ترهګرو” د پروان ولایت چاریکارو کې پر جومات برید کې اته کسان وژلي او پنځه تنه نور یې ټپیان کړي دي.

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د دې برید پړه پر افغان ځواکونو ور اچولې ده.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې برید د ملي امنیت ځواکونو لخوا شوی دی او ۹ کسان یې وژلي دي.‌

ویل کېږي چې یاده سیمه د طالبانو تر کنترول لاندې ده او خپلواکو سرچینو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.‌

بله خوا د خوست والي ویاند طالب منګل وایي، سې شنبه ماسخوتن ۹ بجې د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند ګورچکو کلي کې د تراویح لمونځ پر مهال پر لمونځ کوونکو وسله وال برید شوی.

ښاغلی منګل وایي، په دې برید کې درې تنه وژل شوي او یو تن ماشوم ټپي شوی دی.

د خوست والي ویاند هم د دې برید پړه پر “وسله والو مخالفینو” ور اچولې ده.

خو تر دې دمه طالبانو یا کومې بلې ډلې د خوست برید په اړه څه نه دي ویلي.‌

دا وروستي بریدونه په داسې مهال کېږي چې سې شنبه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) پر افغان حکومت او طالبانو د ملکي مرګ ژوبلې پړه ور واچوله او پر دواړو خواو یې غږ وکړ چې تاوتریخوالی کم کړي.

افغان حکومت د یوناما رپوټ په ځواب کې ویلي چې د ډېری ولسي مرګژوبلې مسولیت طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته ور اوړي.‌

طالبانو هم د یوناما رپوټ د تېر په څېر یو ځل بیا رد کړی او وایي، دا ډله د ولسي وګړو د مرګژوبلې مخنیوي لپاره پوره هڅه کوي.‌

Trending

Exit mobile version