بی بی سی پښتو

پرکابل روغتون برید: د وژل شوې نرسې مړی خپلوانو نه پېژاند

Published

on

Last Updated on: غویی ۳۰, ۱۳۹۹

د کابل په دشت برچي سل بستریز روغتون کې یوازنۍ نرسه، چې وژل شوې د یوې ۱۸ ماشتنۍ ماشومې مور ده چې دوه میاشتې مخکې یې په دې روغتون کې دنده پیل کړې وه.

خاوند یې وايي دې له خپل مسلک سره یې خورا زیاته مینه درلوده. دی وايي، له پېښې وروسته یې د مړي پېژندل ځکه ګران و، چې د چاودنې لمبو سوځلې وه.

په هغه برید کې د مریم په ګډون ۲۴ مېندې، ماشومان، ډاکټران او نرسانې ټپي او وژل شوي وو.

د ځوانمرګې نرسې مریم پلار سلمان جعفر وايي، هغې ته ویل شوي و چې را ووځه ډزې دي خطر دی خو دې ورته ویلي و، زه مې ناروغ نه پرېږدم، د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کېږي:

یو څو دقیقې وخت یې ونیو تر هغه چې ناروغې یې ولادت وکړ او زړه یې د دې ناروغې مور او نوي زېږیدلي ماشوم څخه ډاډه شو، نو دې وخت کې بهر را وتلې وه، چې په مرمۍ لګیدلې وه او د هغو موټرونو څنګ ته لویدلې وه چې وروسته یې بیا اور اخیستی و او دا هم په کې سوځیدلې وه.

ښاغلی جعفر وايي، وروسته د جسد سوځیدو په ځای کې د غوږولۍ، عینکو او موبایل په لیدو پوه شو چې سوځیدلی مړی د مریم دی:

EPA
د سې شنبې پر سهار پر سل بستریز روغتون برید شوی و، چې نرسه مریم د ۲۴ نورو کسانو په ګډون ووژله شوه

د کابل زیات روغتونونه مو ولټول د ټپیانو او وژل شویو کسانو په لیست کې نوم نه وه. د شپې ناوخته عدلي طب ته لاړو، درې جسدونه وه چې دوه یې د پېژندلو وړ وو، خو زموږ نه وو او یو بل د پيژندلو نه و، موږ قبول نه کړ، خو پر دویمه ورځ مو ځکه باور راغی، چې د جسد په ځای کې غوږولۍ، عینکې او تلیفون پاتې و.

د دې نرسې د مرګ تر څنګ بل غم چې کورنۍ یې کړوي هغه د مریم دوه زامن دي، چې یو یې لس او بل ۱۱ کلن دي او یوه یې ۱۸ میاشتنۍ لور ده چې یتیمان شول.

د مریم خاوند مهرعلي وايي، ماشومان یې فکر کوي چې مور یې په خپله خونه کې دننه چېرې شته، نو هره خوا سلام، سلام نارې وهي دوی فکر کوي په دې غږ سره به یې مور راپیدا شي:

دوې ورځې کېږي چې مور یې نه شته هر ځل چې ماشومان مې خونې ته دننه کېږي وايي، سلام مور سلام مور، دوی فکر کوي چې مور دلته کوم ځای کې شته چې د سلام په ورکولو سره به را پیدا شي او رابه شي. مخکې تل همداسې و، هر وخت به چې خونې ته دننه شول سلام مور او سلام پلار غږونه به یې کول او مونږ به هم په منډه غېږ ورکوله اوس مې زړه ډېر مات شوی.

Getty Images

دی وايي، مریم هغه ورځ روزه په خوله وه. سره له دې چې روغتون یې کور ته نژدې دی خو ما په موټر سایکل روغتون ته د دندې لپاره وروړله:

د دې لپاره چې زیاته ستړې نه شي، روژه یې په خوله وه، ما هر وخت په موټر سایکل روغتون ته د دندې لپاره رسوله. سهار څه کم اووه بجې وې چې ومې رسوله، بېرته کور ته په لاره وم چې یو دم د چاودنې غږ شو او خلکو وویل چې د بې پولو ډاکټرانو پر روغتون یا همدې سل بستریز باندې برید شوی.

مریم په ایران کې د خپلې کورنۍ د کډوالۍ په وخت پیدا شوې وه، تر ۱۱ټولګي یې هالته زده کړې کړې وې او هېواد ته له راستنېدیو وروسته یې هیله درلوده چې ډاکټره یا نرسه شي. له زده کړې سره مینه او هڅې وې چې هیله یې پوره شوه او متوسطه طب یې ولوست، د دشت برچي په سل بستریز روغتون کې یې د نرسې په توګه تازه دنده اخیستې وه چې تېره ورځ پرې وسله وال برید وشو.

Trending

Exit mobile version