تازه خبرونه
پر احکامو له حکم کولو سره د فتنو دروازې تړل کیږي – د اسلامي امارت رهبر
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبةالله آخوندزاده په کندهار ولایت کې د هرات د عالمانو شورا مسوولانو ته د وینا پر مهال زیاته کړې، چې « د فرمانونو او احکامو نه تطبیق د بې اتفاقۍ او تفرقې سبب کيږيږ»
د افغانستان اسلامي امارت رهبر هبةالله آخوندزاده وايي، چې « د اسلامي امارت د قوانینو، احکامو او فرمانونو له پلي کولو سره د فتنو دروازې بندیږي او د شریعت د پلي کولو لپاره لار خلاصه او اسانه کیږي».
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبةالله آخوندزاده په کندهار ولایت کې د هرات د عالمانو شورا مسوولانو ته د وینا پر مهال زیاته کړې، چې « د فرمانونو او احکامو نه تطبیق د بې اتفاقۍ او تفرقې سبب کيږيږ»
په دې غونډه کې د اسلامي امارت مشر ټینګار کړی: « همداسې د خلکو د مشکلاتو په حلولو کې پوره کوښښ وکړئ، د خلکو ترمنځ اختلافات او بدۍ ختمې کړئ».
هبةالله آخوندزاده وایي: « څلور کاله کیږي، چې په افغانستان کې اسلامي امارت حاکم دی او په ټولو برخو کې هیڅ قسم اختلاف، ډلبازي، جنګونه او موانع نشته؛ نو پهکار دي، چې علماء له همدې موقع څخه استفاده وکړي او د شریعت په حاکمولو کې پوره کوښښ وکړي.»
په دې غونډه کې د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له پیغمبرانو وروسته د انسانیت د اصلاح مسوولیت د عالمانو پر غاړه دی او عالمان دنده لري، چې د دین ساتنه وکړي.
آخوندزاده ټینګار کړی، چې خدای تعالی عالمان د واکمنانو د څارونکو په توګه ټاکلي دي او زیاتوي: “په اوس وخت کې؛ مونږ بېوسه یوو او د یو اوبل مرستې ته سخته اړتیا لرو. له همدې کبله عالمان اړ دي، چې په خپلو کې همکاري او مرسته ولري.”
ویل کیږي، چې عالمان او خلک باید د «نظام د کمزوري کېدو» مخنیوی روان وساتي.
