تازه خبرونه

پر اسلامي امارت او چارواکو لګېدلي بندیزونه او محدودیتونه دې لرې شي

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۰, ۱۴۰۱)

اسلامي امارت یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان پر نوي حکومت او چارواکو یې لګیدلي بندیزونه او سفري محدودیتونه لرې کړي.

شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د اسلامي امارت د ۱۳ لوړ پوړیو چارواکو د سفر معافیت پای ته ورسید. که څه هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت د چارواکو د سفري معافیت د غزولو او یا ردولو په اړه دوه غونډې وکړې؛ خو د اختلافاتو له کبله دواړه غونډې ناکامې شوې او بې نتیجې پای ته ورسېدې.

اوس اسلامي امارت وايي، چې د افغانستان د نوي حکومت پر وړاندې د دغو بندیزونو دوام د هیڅ لوري په ګټه ندی او د اسلامي امارت د چارواکو پر سفري بندیزونو سربېره د نړیوالو ټول فشارونه او بندیزونه باید پای ته ورسيږي.

اسلامي امارت ويلي، چې د نړیوالو هیڅ ډول فشار ته به تسلیم نشي او نه به دا ډول فشارونه کار ورکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره پر مثبتو او رغنده تعاملاتو ټینګار کوي او د افغانستان پر نوي حکومت د نړیوالو فشارونو او بندیزونو دوام به د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې تر منځ واټن رامنځته کړي.

نړیواله ټولنه او لویدیځ هېوادونه وايي، چې که اسلامي امارت ټولګډونه حکومت جوړ کړي، بشري او د ښځو حقونو ته درناوی او له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي؛ نو دا بندیزونه نرمیدای شي.

اسلامي امارت وايي، چې د نړیوال مشروعیت لپاره یې ټول شرایط برابر کړي او پر ټولګډونه حکومت سربېره یې د اسلامي شریعت په چوکات کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي دي.

Trending

Exit mobile version