تازه خبرونه

پر اسلامي امارت د بندیزونو دوام ظالمانه او ناحقه دی – بلال کریمي

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د نړیوالې ټولنې له لوري د اسلامي امارت د لوړ پوړیو چارواکو پر سفرونو د بندیزونو دوام ظالمانه او ناحقه بولي.

کریمي پر چارسمبالي حکومت د نړیوالې ټولنې بندیزونه ناعادلانه وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د فشارونو او بندیزونو دوام به د افغانستان او نړۍ ترمنځ واټن نور هم زیات کړي.

هغه څرګنده کړې؛ که نړۍ غواړي، چې له اسلامي امارت سره تعامل وکړي باید ټول بندیزونه پای ته ورسوي.

بلال کریمي وایي: دا [د بندیزونو دوام] یوه داسې مسله ده، چې واټنونه پیدا کوي او دا روښانه ده، چې که دا واټن روان وساتل شي؛ دا بیا د هیڅ لوري پر ګټه نه‌دی.

هغه ټینګار کړی، چې مونږ کولی شو ستونزې حل کړو. کله، چې مونږ اړیکه، دیالوګ او د نظرونو تبادله ولرو.

د اسلامي امارت لوړ پوړیو چارواکو لپاره د سفر معافیت له پای ته رسیدو وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې اړه څو غونډې ترسره کړې؛ خو غړي یې په دې اړه یوې هوکړې ته نه‌دي رسېدلي او تر دې دمه د سفر محدودیتونه پر ځای پاتې دي.

د ۲۰۲۱ ز. کال د اګست پر ۱۵ اسلامي امارت په کابل کې بیا واک تر لاسه کړ او تر دې دمه نړیوالې ټولنې د یوه ټولګډونه حکومت جوړول، د بشري حقونو خوندي کول او له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو له منځه وړل؛ د اسلامي امارت د پر رسمیت پیژندلو او د بندیزونو د پای ته رسولو لپاره د اساسي شرطونو په توګه اعلان کړي دي.

Trending

Exit mobile version