تازه خبرونه
پر اسلام او اسلامي امارت معامله ناشونې ده – مولوي کبیر
د رییس الوزرا سیاسي مرستیال بغلان ولایت ته د خپل سفر پر مهال او د دیني مدرسو د زدهکوونکیو د فراغت په مراسمو کې ویلي، چې اسلامي امارت د جهاد ارزښتونه ساتلي او د ژوند په اوږدو کې به خپلو اصولو ته ژمن وي.
د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ويلي، چې اسلامي امارت به د جهاد ارزښتونه ساتي او خپلو اصولو ته به ژمن وي.
د رییس الوزرا سیاسي مرستیال بغلان ولایت ته د خپل سفر پر مهال او د دیني مدرسو د زدهکوونکیو د فراغت په مراسمو کې ویلي، چې اسلامي امارت د جهاد ارزښتونه ساتلي او د ژوند په اوږدو کې به خپلو اصولو ته ژمن وي.
هغه وایي، چې په اسلام او اسلامي امارت معامله ناشونې ده.
هغه له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو په اړه زیاته کړې؛ له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې د اسلامي اصولو پر بنسټ ولاړې دي او لنډمهالی حکومت له اړوند مسایلو سره مسوولانه چلند کوي.
مولوي عبدالکبير ويلي، چې د تېرې ادارې سرتېري بښل شوي او په بشپړ امنيت کې ژوند کوي.
د سیاسي شنونکيو د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت په علمي او پرمختيايي برخو كې هڅې پيل كړي، چې په تدريجي ډول به د خلكو ستونزې اوارې شي.
