تازه خبرونه

پر افغانستان د برید خبره مې نده کړې ـ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۵, ۱۴۰۱)

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله د چارشنبې پر ورځ د مرغومی ۱۴ په اسلام آباد کې یوې خبري غونډه ته ویلي؛ ده هیڅکله ندي ویلي، چې دوی پر افغانستان برید کوي او یا به په افغانستان کې کوم هدف بمبارد کړي.

له دې مخکې رانا ثناء الله ویلي وه، چې که د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلې ورته ګواښ وي، اسلام آباد قانوني حق لري،  چې ان په افغانستان کې هم هوایي بریدونه وکړي.

په افغانستان کې د پاکستانيو طالبانو پرضد د پوځي بریدونو د ترسره کولو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له خپلو پخوانیو څرګندونو شاتګ ته اړ شو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي؛ هیڅکله یې ندي ویلي، چې هېواد به یې پر افغانستان یا په دغه هېواد کې پخپلو اهدافو بریدونه کوي.

رانا ثناء الله په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې، چې د پاکستان د ملي امنیت کمیټې د پرېکړې پر بنسټ باید په افغانستان کې د پاکستانيو طالبانو د پټنځایونو په اړه له اسلامي امارت سره خبرې وشي.

له دې مخکې رانا ثناء الله ویلي وه، چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځایونه لري او حکومت پر دغو پټنځایونو د بریدونو قانوني حق لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله وایي: ما په خپل بیان کې دا ندي ویلي، چې مونږ غواړو پر افغانستان برید وکړو یا دا، چې مونږ غواړو هلته پر چا برید وکړو.

د رنا ثناالله د پخوانیو څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان ملي دفاع وزارت په خپل غبرګون کې ویلي وه، چې افغانستان لاوارثه ندی او ځواکونه یې له خپل هېواد څخه دفاع ته چمتو دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم وايي؛ تحریک طالبان پاکستان فتنه ده. بلاول بوټو زردادي له پاکستانيو طالبانو سره د پخواني حکومت پر خبرو نیوکې کوي او ټینګار کوي، چې دغه ډله باید ماته شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري ویلي؛ مونږ ټول شاهدان یوو، چې په کابل کې څه وشول. که مو خوښه وي یا نه، د افغانستان طالبان (اسلامي امارت) هلته تاریخ لري او یو حقیقت دی؛ خو پاکستاني طالبان یوه فتنه ده.

امریکا هم ظاهراً پر افغانستان د پاکستان د احتمالي بریدونو د ملاتړ په اړهه څرګندونې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس وایي: پاکستان زمونږ نږدې امنیتي شریک دی. مونږ له ګډو ګواښونو سره د مقابلې لپاره په ګډه کار کوو؛ خو زه د هغو پلانونو او عملیاتو په اړه څه نشم ویلای، چې د پاکستان پوځ یې تر سره کوي. مونږ د پاکستان ملګري یوو.

له بلې خوا په ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي استازی وايي؛ دا مسله به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې هم مطرح شي.

په ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي استازی او د امنیت شورا رییسایشکان کیمیهیرو وایي: مونږ د افغانستان او پاکستان پر پوله له کړکېچ څخه خبر یوو، دا د ټولو د اندېښنې خبره ده او شاید دا مسله د امنیت شورا په غونډه کې مطرح شي. زه دا مسله یادوم؛ ځکه دا ډېره مهمه ده.

د افغانستان اسلامي امارت تل دغه ادعاوې بې بنسټه بللي او ټینګار یې کړی، چې هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل پر ضد وکاروي.

Trending

Exit mobile version