سیمه ییز خبرونه
پر افغانستان ۳۳ كاله وړاندې سرو لښكرو يرغل كړى و
نن د مرغومي شپږمه ده، چې پر افغانستان د پخواني شوروي د سرو لښكرو د يرغل له ۳۳ كليزې سره سمون خوري.
د سرو لښكرو په دې يرغل كې د افغانستان ټولې بيخبناوې له منځه ولاړې، ميليونونه هېواد وال له مرگ و ژوبلې او معلوليت سره مخ شول. گڼ نور هېواد وال ليرې او نږدې هېوادونو ته كډوال شول.
مشرانو جرگې او د افغانستان د شهيدانو د وارثينو بنسټ د سه شنبې په ورځ(د مرغومي ۵) په يو لړ مراسمو كې د مرغومې شپږمه د افغانستان د تاريخ توره ورځ ياده كړه او و غندل شوه.
د پخواني شوروي سرې لښكرې، چې په ټانگونو او زرهي وسايطو مجهزې وې، د ۱۳۵۸لمريز كال د مرغومې په شپږمه د حيرتان بندر له لارې افغانستان ته را دننه شوې.
د پرچم ډلې مشرتابه ببرك كارمل سرو لښكرو ته د راتگ بلنه وركړې وه.
پرافغانستان د سرو لښكرو له يرغل څخه اوس ۳۳ كاله تيريږي.
د مشرانو جرگې د شهيدانو د وارثينو، معلولينو او كډوالو كميسيون رييس سيد محمد سادات ناصري او د افغانستان د شهيدانو د وارثينو د بنسټ غړى سيد عبدالاحد موسوي فكر كوي، چې د افغانستان د اوسنيو ټولو ناخوالو عامل د سرو لښكرو همدا يرغل و.
د رپوټونو له مخې، پرافغانستان د يرغل په لومړيو كې د شوروي له ۲۵ زره ډېر سرتېري شامل ول، چې بشپړ پرمختللي ځمكني او هوايي تجهيزات يې درلودل.
افغانانو د سرو لښكرو په وړاندې سخت مقاومت وكړ، يرغل ضد جبهې د افغانستان په گوټ گوټ كې جوړې او ولسي پاڅونونه پيل شول.
كه څه هم پرافغانستان د سرو لښكرو د يرغل په موده كې د ښځو او ماشومانو په گډون څه باندې يو ميليون هېواد وال ووژل شول او زرگونه نور معيوب او معلول شول، خو شوروي لښكرو ونه شو كړاى د افغانانو د سرښندونو او مبارزو په وړاندې مقاومت وكړي.
د افغانانو له سخت مقاومت وروسته د شوروي لښكرې د ۱۳۶۷ل كال د سلواغې په ۲۶نېټه له افغانستان څخه ووتلې.
د يادونې وړ ده، چې د سرو لښكرو په څه نا څه لس كلن يرغل كې دواړو غاړيو ته بشپړ مالي او ځاني زيانونه واوښتل او افغان ولسونه بريالي شول، خو افغانان تر دې دمه د بيخبناوو په جوړولو بريالى شوي نه دي.