تازه خبرونه

پر امرالله صالح د چاودنې بڼه د حقاني شبکې بریدونو ته ورته ده – اندرابي

Published

on

Reuters
(Last Updated On: وږی ۱۹, ۱۳۹۹)

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي مسعود اندرابي ویلي؛ د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح د چاودنې بڼه د لومړنيو معلوماتو له مخې هغو چاودیدونکیو توکو ته ورته ده، چې حقاني شبکې په خپلو تېرو بریدونو کې کارولي.

له چاودنې یو ساعت وروسته طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړه، چې وسلوال طالبان په دې برید کې لاس نلري.

دغه چاودنه نن سهار د کابل ښار د تایمني په اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د ښاغلي صالح د موترو کاروان د تېریدو په حال کې و.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ويلي، چې په دې پېښه کې یې کیڼ لاس لږ څه ټپي شوی او د هغه یو شمېر ساتونکي هم ژوبل شوي دي.

د امنیتي چارواکو د څرګندونو له مخې په دې چاودنه کې، چې ګاز بالونونه هم ورسره چاودیدلي لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او له ۱۵ ډېر نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version