سیمه ییز خبرونه
پر ایران اټومي زبرځواک او وسلوال رژیم برید وکړ- عراقچي
د نطنز او فردو پر اټومي تاسیساتو أه هوایي بریدونو څخه څو ساعته وروسته عراقچي بریدونه د تاوتریخوالي خطرناک زیاتوالی او د سیمهییز او نړیوال ثبات لپاره مستقیم ګواښ وباله.”مونږ د یوه یاغي دولت یا وسلوالې ډلې لخوا نه، بلکې د اټومي زبرځواک لخوا پر نښه شوي یوو. دا خبرداری نه و، دا د جګړې عمل و.”
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ په استانبول کې د اسلامي همکارۍ ټولنې (OIC) په بېړنۍ غونډه کې د ایران د اټومي تاسیساتو په اړه د امریکا همغږي شوي هوایي بریدونو ته په ځواب کې یوه سخته او خبرداری ورکوونکې وینا وکړه. هغه امریکا د ایران پر خپلواکې خاورې د وحشیانه تېري پر ترسره کولو تورنه کړه.
د نطنز او فردو پر اټومي تاسیساتو أه هوایي بریدونو څخه څو ساعته وروسته عراقچي بریدونه د تاوتریخوالي خطرناک زیاتوالی او د سیمهییز او نړیوال ثبات لپاره مستقیم ګواښ وباله.”مونږ د یوه یاغي دولت یا وسلوالې ډلې لخوا نه، بلکې د اټومي زبرځواک لخوا پر نښه شوي یوو. دا خبرداری نه و، دا د جګړې عمل و.”
د پوځي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ بریدونه د بيـ ۵۲ بم غورځوونکو الوتکو د دقیق لارښود بمونو پر کارولو ترسره شوي او د ایران د یورانیم غني کولو مهم تاسیسات پر نښه شوي.
واشنګټن ادعا کوي، چې د عملیاتو هدف د ایران د اټومي ودې د وړتیاوو بندول ول؛ خو ایراني چارواکو دا اقدام له نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه او د ډیپلوماټیک بهیر د ردولو قصدي هڅه وبلله.
له دې ټینګار سره، چې ایران د “پوځي فشار کمپاین” لاندې ځنډول شویو اټومي خبرو اترو ته د بېرته راستنېدو لپاره چمتو نه و؛ عراقچي زیاته کړې: “دې بریدونو زمونږ پروګرام ندی درولی؛ دوی یوازې باور له منځه وړی دی.”
هغه اسرائیل د کړکېچ د اوسنۍ څپې لپاره هم ملامت کړ او امریکا یي د اروپایي ټولنې د منځګړیتوب هڅو د ردولو لپاره له تل ابیب سره پر همغږۍ تورنه کړه.
د ایران بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکارۍ ټولنې له غړو هېوادونو وغوښتل، چې په ګډه د امریکا او اسرائیلو کړنې وغندي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې دا برید د اټومي وسلو لرونکي ځواک لخوا د ایران له حاکمیت څخه د سرغړونې په توګه وپېژني.
عراقچي وویل “مونږ باید چمتو وو. که داسې اقدام بې ځوابه پاتې شي؛ نو هیڅ هېواد به له اټومي وسلو پرته خوندي نهوي،”.
عراقچي ویلي، چې هغه به سبا (دوشنبه، د غبرګولي پر دوهیمه) د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د بېړنیو خبرو اترو لپاره مسکو ته سفر وکړي.
په ورته وخت کې، نړیوالو څارونکو خبرداری ورکړی چې که ایران په مستقیم ډول د امریکا په پوځي شتمنیو یا د هغې د متحدینو پر شتمنیو برید وکړي؛ نو وضعیت به له کنټرول څخه ووځي.
چین او روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې او اروپایي مشرانو د زغم غوښتنه کړې ده.
متحده ایالاتو تر اوسه د عراقچي څرګندونو ته رسمي ځواب ندی ورکړی؛ خو خپل عملیات یې “محدود، اړین او د نړیوال امنیت په ګټه” بللي دي.
عراقچي په پای کې زیاته کړې؛ “د ډیپلوماسۍ دروازې باید تل خلاصې وي، خو ایران د ځواب ویلو لپاره خپل غوراوي لري.”
