بی بی سی پښتو

پر بايسکل په لرې سيمو کې د کورونا د ځان ساتنې او خلکو خبرولو هڅې

Published

on

BBC

ننګرهار کې يو ځوان په رضا کاره توګه پر بایسکل په ولسوالیو ګرځي او خلکو ته د کورونا د خونديتوب لارې چارې ورښيي.

دغه ځوان د کورونا په هکله ليکلې لارښوونې په خلکو وېشي، کوچنيانو ته په سمه توګه لاس مينځل ورښيي او له یو انسان بل ته د یاد رنځ د انتقالېدو د مخنيوي په لارو چارو غږېږي.

ده له تېرو دوه اونيو راهيسې نږدې ۱۲ زرو کسان په کلیو او بانډو کې کتلي او وایي هڅه یې ده چې نژدې ۴۰ زره کورنۍ به ګوري.

پر بایسکل د سرو غرمو مزل او لارې چې چندان خوندي هم نه دي. د یوه ننګرهاري ځوان زړورتیا او خواري ددې لپاره ده چې یو مهم پیغام خپلو خلکو ته ورسوي.

دا ځوان له ښاره لرې په کلیو او بانډو کې پر بايسکل له کورونا د خونديتوب ګرځنده رضاکاره کمپاين کوي چیرته چې اړتیا یې ډېره لیدلی شي.

۲۵ کلن ادریس سیاوش پر خپل بايسکل ځانګړې بکسه نښلولې، د کورونا پېغامونه پرې را ځوړند، په لوړ غږ پېغامونه غږوي او د کورونا وقايوي توکي (ماسکونه) له ځانه سره لېږدوي او وېشي.

ده به له دې وړاندې په همدې بايسکل په کلیوالو سيمو کې ګرځېده او کتاب لوستنې ته به يې خلک رابلل، خو اوس یې سايکل ټایرونه د کورونا رنځ د خوندیتوب لپاره تاویږي.

ښاغلی سياوش وايي، دا چاره په په لرو پرتو سيمو کې ځکه کوي چې هلته خلک له کورونا نا خبره او یا هم د امکاناتو د نشتوالي له امله رسنيو ته لاسرسی نه لري، نو دې ته په پام سره يې وغوښتل دوی خبر کړي چې کورونا څه او څنګه ترې ځان او نور خوندي کولی شي:

“البته هغه سيمو کې چې خلک محروم او ناخبره دي، موږ ښه وګڼله چې هلته ولاړ شو او لومړيتوب ورکړو. موږ اوس هلته دا عامه پوهاوی پېل کړی دی او مزل مو روان دی.”

BBC
۲۵ کلن ادریس سیاوش پر خپل بايسکل ځانګړې بکسه نښلولې، د کورونا پېغامونه پرې را ځوړند، په لوړ غږ پېغامونه غږوي او دکورونا وقايوي توکي (ماسکونه) له ځانه سره لېږدوي او وېشي.

دی وايي د ننګرهار ۱۲ ولسوالیو په کلو بانډو به و ګرځي او نژدې ۴۰ زره کورنۍ به ګوري. له دې بايسکل چلونکي سره د توکو مرسته د يونسف مرستندويه ادارې کړې. پر کاغذونو ليکلې لارښوونې او ماسکونه يادې ادارې ورکړی دي.

دی چې تراوسه د ننګرهارپنځو ولسوالیو بهسودو کامې، ښيوې، دره نور او ګوشتې ولسواليو ته تللی دی، له نږدې ۱۲ زره ډېرو کورنيو دېرو او کورونو ته ورغلی او دوی یې له نږدې د کورونا په هکله پوه کړي دي. ښاغلی سياوش هيله من دی چې خبرې او هڅه به يې ځکه ځای نيسي چې پېغام یې مخامخ دی.

هغه وويل: “ولسونو، ځوانانو، سپي ږېږو او ماشومانو غبرګون ډېر ښه و. دوی ته موږ ورغلو، ورسره کيناستو، بحثونه مو سره وکړل چې څنګه ځان خوندي وساتو. ډېرو زموږ سپارښتنې ومنلې او فکر کوم پايله یې ښه ده.”

BBC
ادریس سیاوش خلکو ته د لاس مینځلو او ځان ساتنې سپارښتنې کوي
BBC
ادریس سیاوش وايي د ننګرهار ۱۲ ولسوالیو په کلو بانډو به و ګرځي او نژدې ۴۰ زره کورنۍ به ګوري.

که څه هم په افغانستان کې په حکومتي کچ په ښارونو کې د کورونا د خونديتوب ځینې روغتیايي ډلګۍ جوړې شوي، چې خلکو ته روغتیایي لارښوونې وکړي، خو څنګه چې کورونا چټکه ځغلې، هغسې دا چاره لر پرتو سيمو ته غځېدلې نه ده او آن کورونا لا هم په لرو پرتو سيمو کې یو شمېر خلکو ته د وزګارې ورځې کیسه ده چې د باور او نه باور تر برېده پرې بحثونه کیږي، خو دا ځوان وایي، خپله بايسيکل او مزل به ګړندی ساتي.

Trending

Exit mobile version