تازه خبرونه
پر جوماتونو، تکیه خانو او مذهبي ځایونو بریدونه جنګي جنایت دی- عالمان
د افغانستان د اسلامي امارت مسوولین وايي، چې له دې وروسته به د جوماتونو او تکیه خانو امنیت پخپله ساتي.
په تېرو دوه اوونیو کې د کندوز او کندهار د اهل تشیع پر جوماتونو دوه بېلابېل ځانمرګو بریدونو خلک سخت وېرولي دي.
د افغانستان د اهل تشیع دیني عالمانو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې په افغانستان کې پر روانو ډله ییزو وژنو خپل دریځ روښانه کړي.
د امامیه عالمانو د شوری مشر محمدحسین جعفري ویلي: ترهګر غواړي په افغانستان کې مذهبي جګړې ته لمن ووهي، چې په وینا یې ترهګر به دې موخې ته ونه رسيږي.
د افغانستان د امامیه عالمانو عالی شورا په کندوز او کندهار کې پر لمونځ کوونکیو ترهګریز بریدونه غندلي او د اسلامي موازینو خلاف یې بللي دي.
داعش په افغانستان کې تر ډېره د شیعه ګانو پر جوماتونو او تکیه خانو بریدونه کړي دي.
دا ډول بریدونه د افغانستان د اهل سنت پیروانو لخوا هم په کلکه غندل شوي دي.
خلک له اسلامي امارته غواړي، چې د ټولو افغان قومونو لپاره یو ډول امنیتي شرایط برابر کړي.
پخواني حکومت د تیکه خانو د امنیت د ساتنې لپاره پر ځينو کسانو وسلې وېشلې وې.
د کندهار د پولیسو مشر ویلي، چې د شیعه جوماتونو د ساتنې لپاره به داسې سیمه ییز رضاکار ځواکونه وکومارل شي، چې د وسلو د لیږدولو ځانګړي اجازه ولري.
د کندهار ولایت امنیه قومندان مولوی عبدالغفار محمود خبریالانو ته ویلي: مونږ تر خپله وسه هڅه کوو، چې د چاودنې ټول عاملین ونیسو او اړوند څانګې ته یې وسپارو.
د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي ویلي، چې له دې وروسته به د جوماتونو، تکیه خانو او مذهبي ځایونه امنیت د اړوند سیمو د خلکو په پوره همکارۍ ونیول شي.
خلک د افغانستان له دیني عالمانو غواړي، چې د مذهبي یوالي لپاره کار وکړي او دښمن ته اجازه ورنکړي چې د افغانانو تر منځ بیلوالی راولي.
د یادولو وړ ده، چې په تېرو دوه اوونیو کې د کندوز او کندهار په اړوند جوماتونو کې د داعش ځانمرګو بریدونو شاو خوا دوه سوه کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.
