بی بی سی پښتو

پر دشت برچي روغتون د برید یو کال؛ “لور مې لا هم د ‘مور مور’ نارې وهي”

Published

on

Getty Images

د کابل ښار په دشتې برچې سیمه کې د ماشومانو د زیږنتون په سل بستریز روغتون د برید یو کال پوره شو. په دغه برید کې کابو ۲۵ کسان چې ډېری یې میندې او ماشومان وو ووژل شول او شپاړس نور ژوبل شوي وو.

له هغې پیښې وروسته د بې پولې ډاکټرانو سازمان، چې د دغه روغتون زیږنتون څانګه یې چلوله، خپل کارمنان له دې روغتونه و ایستل.

د کابل دشت برچي سیمه کې تر ډېره هزاره توکمي وګړي میشت دي او په کراتو پکې وژنکي بریدونه شوي دي.

اکرام مرادي یو له هغو کسانو دی چې کابو یو کال وړاندې یې مېرمن د دشتې برچې د نوزیږدو ماشومانو په سل بستریز روغتون برید کې وژل شوې وه.

ښاغلی مرادی اوس د خپل واړه ماشوم روزنه په خپله کوي لا هم د هغې پیښې په ویر کې دی. نوموړي بي بي سي ته وویل:

“هره شېبه چې مې ماشومان د خپلې مور غوښتنه کوي. رښتیا هم زموږ غمونه تازه کېږي. دا په رښتیا همدا داسې پیښه وه چې غیر انساني وه. داسې پیښه نه ده چې د وخت په تېرېدو به د سړي له یاده ووځي. د یوه داغ په څېر تل د انسان په زړه کې پاتېږي او دا نه شو کولی چې له یاده یې وباس .”

“د واده پور مې لا پاتې و، خو مېرمن مې شهیده شوه”

Getty Images

د پیښې د قربانیانو په ډله کې یوه هم د عتیق الله تنها مېرمن وه. د هغې وژل کېدو درې اولادونه یې د مور له مینې بې برخې کړل.

د دې وژل شوې مور دوه غبرګونې لوڼې اوس یو کلنې شوې. عتیق الله بي بي سي ته وویل:

“زما د واده پورونه لا ورکړل شوي نه و چې مېرمن مې شهیده شوه. خو د دغو دوو وړو نجونواو یوې بلې هغې چې تل مور مور وايي د ډېرې ژړا او خپګان له امله مې هغه د خپل خسر کورته بوتله. اوس هلته هم بده ورځ کوي، د مور مور نارې او غوښتنه کوي، ځکه هغه غټه ده پوهېږي.”

دغه برید ته چې په تېرو شلو کلونو کې په خپل ذات کې بې مخینې و، پراخ غبرګونونه وښودل شول.

له پیښې وروسته څو مېرمنو د وژلو شویو میندو د ماشومانو مړولو په موخه هغوی ته د خپل تي شیدې ورکړې.

له ډلې یې یوه هم د پوهنتون ښوونکې غزل شریفي وه. نوموړې بي بي سي سره خبرو کې وویل:

“د دغې پیښې تاثیرات دومره ژور دي چې څوک یې نه شي زغملی. هېڅوک نشي کولی چې دغو ماشومانو ته د یوې مور مینه او محبت ورکړي. خو د یوې مور او ښځې په عنوان موږ کله کله هغوی ته ورځو، په غېږ کې یې اخلو، یو څه ورته رانیسو، خو نه شو کولی چې د یوې مور په څېر محبت ورکړو.”

BBC

له دغه خونړي برید څو اوونۍ وروسته د بې پولې ډاکټرانو سازمان د زېږنتون ټول مسولیتونه افغان لوري ته وسپارل.

سره له دې چې د دغې پېښې مسئولیت داعش ډلې منلی و، خو حکومت یې پړه پر طالبانو واچوله.

خو طالبانو هغه مهال په دغه برید کې هر ډول ښکېلیات رد کړې وه.

د بې پولې ډاکټرانو د سازمان چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، له افغان حکومته یې یوازې په شفايي ډول دومره مالومات ترلاسه کړي چې د پیښې په تړاو څېړنې روانې دي.

Trending

Exit mobile version