سیمه ییز خبرونه

پر دفاع وزیر د مرګوني برید آوازه “بې اساسه” ده – اسلامي امارت

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۷, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د ملي دفاع وزارت پر چارسمبالي مولوي محمد یعقوب مجاهد مرګونی برید شوی دی.

 د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني د افغان غږ(آوا) آژانس ته یاد راپورونه بې بنسټه او نارښتینې اوازې یادې کړي دي.

ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د دفاع وزارت پر چارسمبالي د مرګوني ناتائید شوي راپورونه نن سهار له هغې وروسته خپاره شول، چې یوه خپره شوې ویډیو د برید پرمهال د هغه ساتونکي ښيي، چې په بیړه ترې راتاویږي او له سیمې یې وباسي.

ځینې ​​راپورونه وايي، چې پېښه نن شنبه (د غبرګولي اوومه) او نورې پرون (جمعه د غبرګولي شپږمه ) شوې ده.

 له دې مخکې ملي دفاع وزارت څرګنده کړې وه، چې د دې وزارت چارسمبالي پرون (جمعه د غبرګولي ۶ ) په ننګرهار ولایت کې د خالد بن ولید  ۲۰۱ قول اردو له مسوولینو سره د امنیتي وضعیت د ارزونې او د ډیورنډ فرضي کرښې د ستونزو د حل لپاره وکتل او لازمې لارښوونې یې ورسره شریکې کړې.

د ملي دفاع وزارت دا هم ويلي، چې په دې کتنه کې مولوي محمد یعقوب مجاهد د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه پر دفاع ټینګار کړی او له امنیتي ځواکونو یې وغوښتل، چې له خلکو سره همکاري وکړي.

د ملي دفاع وزارت د څرګندونو له مخې، مجاهد په خپل سفر کې د ننګرهار د اچين، غني خېلو، نازيانو، مومندرې، لعلپورې او ګوشتې ولسواليو له نظامي مسوولينو سره وکتل او د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې يې هم ليدنه وکړه.

Trending

Exit mobile version