Connect with us

تازه خبرونه

پر ستونزو د خبرو لپاره له هېواده وتلي خلک دې راستانه شئ – طاهر زهیر

خپور شوی

د

Last Updated on: غویی ۲۶, ۱۴۰۲

د پخواني حکومت والي او د کابینې غړی طاهر زهیر، چې په دې وروستیو کې له شاوخوا دوه کلن وسلهوال مخالفت وروسته له اسلامي امارت سره یوځای شوی، جګړه د افغانستان د ستونزو  حل لار نهګڼي او د خبرو له لارې د شته ستونزو پر حل ټینګار کوي.

هغه له چارواکو، مشرانو او نورو سیاسي څېرو غواړي چې هېواد ته راستانه شي او د هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي.

نوموړي په سمنګان ولایت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال له اسلامي امارت وغوښتل، چې په هېواد کې د یووالي بنسټونه پیاوړي کړي او ټولو قومونه ته د نظام په جوړښت کې ونډه ورکړي.

طاهر زهیر وايي، چې په هېواد کې جګړه د ستونزو  حل لار نهده. هغه خلک، چې غواړي د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې حل کړې؛ هېواد ته دې راستانه شي او د خبرو  اترو  لار دې خپله کړي.

د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي او مشران له ټولو هغو کسانو  او مشرانو څخه چې له هېواده وتلي دي غواړي چې  خپل وطن ته راستانه شي او د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

د سمنګان والي عبدالاحد فضلي ويلي: زموږ د هغو افغان وروڼو لپاره، چې بهر ته تللي او یا هم هغه وروڼه، چې غرونو ته پورته شوي؛ ډېر خواشینی یم. له دوی ټولو څخه زمونږ غوښتنه دا ده، چې د افغانستان د اسلامي امارت مشر ټول ولس ته عفو کړې؛ نو خپل وطن او هېواد ته راشئ، تاسې ټول مو وروڼه یاست.

د سمنګان امنیه قومندان احمدالله بدر ویلي: زما پیغام د اسلامي امارت ټولو مخالفانو ته دا دی، چې د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د عمومي عفوې له فرمان څخه ګټه پورته کړي؛ له اسلامي امارت سره یو ځای شي او له خپل توان او قوت څخه کار واخلي او د اسلامي امارت د پياوړتيا په لار کې له مونږ سره ټول بوخت شي.

د دې ولایت د استخباراتو رییس محمد هاشم شفیق ویلي: ټولو هغو کسانو ته، چې بهر ته تللي؛ د اسلامي امارت غېږ ورته خلاصه ده، خپل هېواد خدمت ته دې راستانه شي.

طاهرزهیر ويلي، چې غواړي د یوه عادي وګړي په توګه خپل ژوند روان وساتي او په نظام  کې د کار کولو نیت نهلري؛ خو اسلامي امارته دې د باور فضا رامنځته کړي، چې ټول سیاسي او ټولنیز شخصیتونه هېواد ته راستانه شي.

تازه خبرونه

په افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۹ ته ورسېدې – د روغتیا نړیواله ټولنه

د روغتیا نړیوالې ټولنې د ختیځې مډیټرانې سیمې د تازه راپور له مخې؛ نوې پېښې په هرات، پکتیکا او کندهار ولایتونو کې ثبت شوې دي.

Published

on

د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي، چې د ګوزڼ د لومړي ډول د ویروس د څلورو نویو پېښو له ثبتېدا سره په افغانستان کې د ۲۰۲۶ز. کال له پیل راپدېخوا د دې ناروغۍ د تائید شویو پېښو ټول شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د ختیځې مډیټرانې سیمې د تازه راپور له مخې؛ نوې پېښې په هرات، پکتیکا او کندهار ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د هرات په شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو کې دوه پېښې ثبت شوې دي. په داسې حال کې، چې د پکتیکا په ډیله او د کندهار په ارغستان ولسوالیو کې هم یوه – یوه نوې پېښه ثبت شوې ده.

د دې ټولنې په راپور کې ویل شوي، چې د روان کال د اګست تر شپاړلسمې د ختیځې مډیټرانې په سیمه کې د ګوزڼ یا پولیو د لومړي ډول ۲۲ پېښې تائید شوې، چې ۱۹ یې په افغانستان او درې نورې په پاکستان کې ثبت شوې دي.

افغانستان په ۲۰۲۵ز.کال کې د ګوزڼ ۲۱ پېښې او پاکستان ۳۱ پېښې ثبت کړې وې.

د چاپېریالي څارنې پایلې هم ښيي، چې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ویروس اوس هم په خپرېدو دی.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د راپور له مخې، سږ کال تر دې دمه په افغانستان کې د چاپېریال ۵۸ مثبتې نمونې او په پاکستان کې ۱۱۸ مثبتې نمونې ثبت شوې دي.

افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې د ګوزڼ وحشي ویروس په کې شتون لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پښتو او دري ژبو د لیکدود د سمون او یو شان کولو پېنځه ورځنی علمي او فرهنګي ورکشاپ پیل شو

په دې پروګرام کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال شیخ عبدالرحمن طیبي، د دغه وزارت یو شمېر رییسانو، د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونو استازو، د علومو اکاډمۍ، کابل پوهنتون او د ښوونې او روزنې پوهنتون استازو، استادانو، څېړونکو، ژبپوهانو، لیکوالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

Published

on

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیالۍ د ژبو عالي شورا کمیسیون د افغانستان په ملي موزیم کې د«پښتو او دري ژبو د لیکدود د سمون او یو شان کولو» پر موخه پېنځه ورځنی علمي او کلتوري ورکشاپ پیل کړی دی.

مسوولانو ويلي، د دغه ورکشاپ موخه د ژبو د علمي بنسټونو پیاوړتیا، د لیکلو د طریقې همغږي او د ادبي او فرهنګي معیارونو لوړول دي.

په دې پروګرام کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال شیخ عبدالرحمن طیبي، د دغه وزارت یو شمېر رییسانو، د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونو استازو، د علومو اکاډمۍ، کابل پوهنتون او د ښوونې او روزنې پوهنتون استازو، استادانو، څېړونکو، ژبپوهانو، لیکوالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ولسي کلتور رییس حافظ سیف‌الرحمن محمدي ویلي، چې د ژبو عالي شورا کمیسیون د هېواد ژبو ته د آسانتیاوو برابرولو او د ملي او نورو ژبو لپاره د یو شان لیکدودونو د چمتو کولو په موخه جوړ شوی دی.

شیخ عبدالرحمن طیبي هم د ژبو پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د هېواد د ټولو ژبو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ژمن دی او د ژبې، قوم، سیمې او مذهب پر بنسټ باید د خلکو ترمنځ تعصب نه‌وي.

دغه راز د پوهنتون یو شمېر استادانو، د پوهنې وزارت مسوولانو او د افغانستان د علومو اکاډمۍ استازي د پښتو او دري ژبو لپاره د یوه ګډ لیکدود د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.

ګډونوالو ویلي؛ د دغو دوه ژبو په لیکدود کې یو شمېر توپیرونه شته او د دغه ورکشاپ موخه د دغو توپیرونو څېړل او د معیاري او همغږو لیکلو د طریقو رامنځته کول دي، چې په علمي، ښوونیزو، اداري او کلتوري(هڅوبي ) برخو کې ترې ګټه واخیستل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ولې منځګړي د افغانستان او پاکستان په اوربند ټینګولو کې پاتې راغلل؟

په دې شننه کې راغلي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اوربند د ۲۰۲۵ز.کال په اوکټوبر کې له سختو نښتو وروسته رامنځته شو؛ قطر او ترکیې د اوربند په هوکړه او ورپسې خبرو کې رول درلود، خو د دواړو لوریو ترمنځ د«اوربند د ماتولو» د تعریف پر سر بنسټیز اختلاف اوس هم نه‌دی حل شوی.

Published

on

د«مدرن ډیپلوماسي» خپرونې په خپره شوې شننه کې ویل شوي، چې د سعودي عربستان، قطر، ترکیې او چین له‌خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو له هڅو سره – سره د امنیت په اړه د یوه روښانه او د عملي کېدا وړ هوکړه‌لیک نشتوالی اوس هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې سولې د ټینګښت پر وړاندې ستر خنډ دی.

په دې شننه کې راغلي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اوربند د ۲۰۲۵ز.کال په اوکټوبر کې له سختو نښتو وروسته رامنځته شو؛ قطر او ترکیې د اوربند په هوکړه او ورپسې خبرو کې رول درلود، خو د دواړو لوریو ترمنځ د«اوربند د ماتولو» د تعریف پر سر بنسټیز اختلاف اوس هم نه‌دی حل شوی.

د دغې شننې له مخې؛ په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د حضور او فعالیت موضوع د دې کړکېچ  منځنی ټکی دی. اسلام‌آباد له کابل څخه د دغې ډلې پر وړاندې د مشخصو او د کره کېدا وړ اقداماتو غوښتنه کوي. په داسې حال کې، چې د افغانستان حکومت دغه تورونه ردوي او د پاکستان له‌خوا د افغانستان پر خاوره بریدونه له ملي حاکمیت سرغړونه بولي.

« مدرن ډیپلوماسي» د افغانستان او هند د مخ پر پراخېدونکو اړیکو یادونه هم د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د بې‌باورۍ د زیاتېدا له عواملو څخه کڼي او ټینګار یې کړی، چې د پاکستان او هند پراخې سیالۍ د منځګړیتوب بهیر پېچلی کړی دی.

په شننه کې زیاته شوې، چې څلورو منځګړو هېوادونو د کړکېچ په مدیریت او د نښتو د پراخېدا په مخنیوي کې تر یوه بریده بریالیتوب ترلاسه کړی؛ خو د اختلافاتو د بنسټیز حل لپاره یې کومه پایله نه‌ده ترلاسه کړې.

د لیکوال پر باور د موضوع اصلي خنډونه د اوربند د ماتولو د تعریف پر سر اختلاف، د امنیتي اندېښنو د حل لپاره د دواړو لوریو د غوښتنو توپیر او د باور نشتوالی بلل شوي دي.

په دې شننه کې چین، له پاکستان سره د نږدې اړیکو، له افغانستان سره د پراخو اړیکو او د سیمې د ثبات په برخه کې د خپلو اقتصادي او امنیتي ګټو له کبله، د منځګړیتوب د ګډ چوکاټ د همغږۍ لپاره مناسب انتخاب بلل شوی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!