نړۍ

پر مسکو د اوکراین د بې پیلوته الوتکو برید شنډ شو – روسیه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲, ۱۴۰۲)

د روسيې دفاع وزارت څرګنده کړې، چې نن سهار (دوشنبه د زمري ۲ ) په مسکو کې د دوه اوکرايني بې پيلوته الوتکو بريد د دغ هېواد د وسلهوالو ځواکونو لهخوا شنډ شو.

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې، د روسیې دفاع وزارت څرګنده کړې، چې نن سهار دوه اوکرایني بې پیلوته الوتکو پر مسکو برید وکړ؛ خو دوی یې مخه ونیوله او رانسکورې شوې.

دولتي خبري آژانسونو راپور ورکړی، چې د الوتکو اړوند برخې د وزارت له ودانۍ دوه کیلومتره لرې موندل شوې دي.

دغه وزارت په خپل تیلیګرام چینل کې دغه برید «ترهګریز» بللی او ویلي یې دي، چې مرګ و ژوبله نه‌لري.

د مسکو والي سرګي سوبیانین هم په تیلیګرام کې په ډاګه کړې؛ په دې برید کې، چې پر ځايي وخت د مازیګر شاوخوا څلور بجې شوی، دوه نااستوګنې ودانۍ لګېدلي؛ خو دا څرګنده نه‌ده چې الوتکې د نسکورېدو پر مهال پر ودانۍ لګېدلي او که نه.

د روسیې دفاع وزارت او د مسکو والي د الوتکو د غورزېدو سم ځای نه‌دی یاد کړی.

د روسیې دولتي خبري آژانسونو د استخباراتي ادارو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، د بې پیلوته الوتکو ځینې برخې د دفاع وزارت له ودانیو لرې په کومسومولسکي سړک کې یوې ودانۍ ته څېرمه موندل شوې دي.

د روسیې خبري آژانسونو دا هم ویلي، چې د مسکو په سویل کې د کومسومولسکي او لیخاچیف پر سړکونو تګ راتګ درول شوی دی.

اوکراین تر اوسه د دې برید په اړه څه نه‌دي ویلي.

Trending

Exit mobile version