بی بی سی پښتو

“پر مور مې زما د سترګو پر وړاندې بریدونه وشول؛ خو وارخطا کړي یې نه یو”

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۴, ۱۳۹۹
Shuhra Koofi
شهره کوفي (ښي اړخ ته) وايي له خپلې موره پې الهام یې سیاسي لاره غوره کړې

فوزیه کوفي په افغانستان کې له هغو مخکښو کسانو یوه ده چې پر سخت دریځو نیوکې کوي او د مذاکراتو پر مېز یې هم طالبان ننګولي دي. نوموړې د خپل سیاست لوړه بیه پرې کړې. په ۲۰۱۰ کال کې یې طالبانو د ګاډو پر کاروان برید کړی و او اوس دا وروستیو کې نامعلومو کسانو د لویې لارې اوږدو کې پرې ډزې وکړې.

کشره لور یې شهره کوفي د برید پر مهال ورسره وه او د خپلې مور د وژنې هڅې یې په خپلو سترګو لیدلې. شهره چې اوس ۲۰ کلنه ده له بي بي سي سره خبرو کې د خپل هغه مهال پر احساس غږېدلې چې پر مور یې برید شوی و.

نوموړې په دې اړه هم خبرې کړې چې له دې خطرونو سره – سره یې ولې مور د افغانستان په سیاست کې باید رغنده رول ولوبوي.

داګست پر ۱۴ مه ورځ فوزیه کوفي او لور یې شهره د پلازمېنې په شمال کې له پروان ولایته کابل ته ستنېدې. شهره وايي، د مور پام د لارې په اوږدو کې د هندوانو یوه معبد ته واوښت، چې سره او زرغون ګروپونه پرې ټومبل شوي وو. مور یې ویل، “دا معبد ډېر ښایسته ښکاري”.

دا وايي، ژر یې دوه مشکوک موټر ولیدل او اندېښنه ورسره پیدا شوه: ‌”موږ پوه نه شوو چې دواړه موټر له کوم لوري راغلل. اندېښنه راسره پیدا شوه چې کمین راته نیسي. یو موټر له موږ مخکې شو. زموږ موټر چلوونکي هارن وواهه. خو همدا مهال له شا ډزې وشوې. مور مې د موټر په څوکۍ کې ښي لور ته ناسته وه او له هاغه لوري ډزې وشوې”.

Shuhra Koofi
تېره میاشت له پېښې وروسته شهره په روغتون کې د خپلې مور لیدو ته ورغلې وه

لومړنۍ مرمۍ پر ګاډي و نه لګېدلې. شهره وايي: “د مور سر مې په غېږ کې ونیو او ورته مې وویل، چې د مخکینۍ څوکۍ شاته سر ټیټ ونیسي. زموږ موټر چلوونکي د دواړو موټرو تر منځ له ایسارېدو د ځان ژغورنې لپاره ګاډی چټک کړ. موږ باید له هغه ځایه وتلي وای، که نه دویم ځل یې برید راباندې کاوه”.

کلونه وړاندې لومړی برید:

دا لومړی ځل نه دی چې شهره پر خپله مور برید وینی. په ۲۰۱۰ کال کې فوزیه کوفي د افغان پارلمان غړې وه او د هغه مهال ولسمشر حامد کرزي ته له نژدې کسانو یوه بلل کېده.

هغه مهال فوزیه کوفي په ننګرهار ولایت کې د سفر په حال کې وه، چې د موټرو پر کاروان یې برید شوی و. شهره د هغې پېښې په اړه وایي:

“هغه وخت لس کلنه وم. په موټر کې د مور او خور تر منځ ناسته وم. یوازې د مرمیو غږونه مې یاد دي چې پرلپسې چلېدې”.

فوزیه له هغه بریده روغه وتلې وه. د پولیسو په بدرګه کې یوه خوندي ځای ته لېږدول شوې وه او وروسته د هوا له لارې کابل ته ستنه شوې وه.

شهره وايي: “هغه وخت ټول وبوږنېدو، خو وروسته خوشحاله وو، چې مور ته مې زیان نه و رسېدلی، خو دا ځل وضعیت بدل و”.

د هغه لومړي برید مسوولیت طالبانو منلی و. د شهره په خبره:

“هغه وخت پوهېدو چې بریدګر څوک وو، خو دا ځل بریدګر نامعلوم وو او دا زموږ د کورنۍ لپاره ډېره اندېښمنوونکې خبره ده”.

د تاوتریخوالي مخینه

د فوزیه کوفي په څېر یې لوڼه هم د خونړیو پېښو په لیدو لویې شوې. ځینې مهال داسې هم کېږي، چې د دغسې پېښو قربانیان یې خپل، خپلوان وي.

د مور لخوا د شهره کوفي نیکه هم د پارلمان غړی و او د مجاهدینو یوې ډلې وژلی و. پلار یې د طالبانو په زندان کې پر نري رنځ له اخته کېدو وروسته هغه مهال ومړ چې شهره لا کوچنۍ ماشومه وه.

فوزیه کوفي دواړه لوڼې داسې حالت کې پاللې چې سیاسي فعالیتونه یې هم روان وو. نوموړې وایي:

“تل د کورنۍ یوه غړي له لاسه ورکولو وېره راسره وه. عادي ژوند مې نه دی تجربه کړی. خو دغه وېره مې د فعالیت او ارمان پر وړاندې خنډ نه شوه”.

شهره د هغو شېبو په هکله غږېده چې له پروانه کابل ته پر لاره له بریده تښتېدل:

“له ډزو څو ثانیې وروسته مې مور سترګو ته وکتل او راته یې وویل، ګومان کوم ټپي شوې یم. هېڅکله به مې هغه کاته هېر نه شي”.

له دې وروسته یې مور هېڅ و نه ویل او شهره هڅه کوله پوه شي، چې څه پېښ شوي. یوه مرمۍ چې د شا له لوري د موټر له اوسپنزې اډانې سره له لګېدو ورسته د څوکۍ لور ته الوتې وه، د فوزیه کوفي یې تر ښي ولي لاندې ټپي کړې وه. شهره وايي:

“فکر مې کاوه مور مې له لاسه ورکړه. زارۍ مې ورته کولې، د خدای لپاره خبرې راسره وکړه، سترګې مه پټوه. کوښښ مې کاوه په هوښ کې پاتې شي”.

شهره فکر کاوه، برید لا هم نه دی ختم شوی او په چیغو یې ژړل. نوموړې وايي: “خپل سر او د مور سر مې ټیټ ونیول. ګومان مې کاوه، چې بریدګر بیا ډزې کوي”.

په وینو کې لت پت

Shuhra Koofi
مخکینی افغان ولسمشر حامد کرزی روغتون کې د فوزیه کوفي لیدو ته ورغلی و

شهره له سره خپل ټیکری لرې کړی و، چې د مور پر ټپ یې د پټۍ غوندې وتړي. مور یې په همدې شپو، ورځو کې له کوویډ – ۱۹ روغه شوې وه او په وینه کې د اوسپنې له کموالي سره هم مخامخ وه.

شهره وايي: “تیاره وه، د مور ټپ مې نه لید. خو خپل ټیکری مې چې د تړلو لپاره ورنژدې کړ، لاس مې په وینو لت پت شو. له مور پرته هېڅوک نه لرو. همدا مور مې د ژوند تکیه ده”.

دوی په ۴۰ دقیقو کې په خورا چټک تګ روغتون ته رسېدلي وو. له دوو سي ټي سکن معایناتو وروسته ډاکترانو مرمۍ وموندله او د فوزیه کوفي له اوږې یې وایستله. یوه اوونۍ بیا هم په روغتون کې پاتې شوه او د ټپ بیا رغېدنه یې نور وخت هم غواړي. د فوزیه کوفي دریځ د افغان ښځو له غږه الهام بلل کېږي، چې تر ډېره یې غږ نه اوریدل کېږي.

له طالبانو سره د خبرو مېز ته د کېناستو پر مهال نوموړې غوښتنه کړې وه، چې باید ښځینه مذاکره کوونکې راوستل شي او طالب مرکچیانو یې پر دې وړاندیز خندلي وو.

فوزیه کوفي د سولې په اوسنیو خبرو کې فعاله ده. دغه سیاستواله پر هغو شک کوي چې د سولې خبرو مخالف دي. طالبانو پر نوموړې د وروستي برید مسوولیت رد کړی او په هغه سیمه کې چې برید شوی، نورې وسله والې ډلې هم شته.

شهره وايي، دا او مور یې ناهیلې شوې دي.

“مور مې حیرانه ده. دا فکر کوي چې له خلکو سره مرسته کوي، نو ولې به یې څوک وژل غواړي؟”

موږ دا لار غوره کړې

Shuhra Koofi
په نري رنځ د مېړه له مړینې وروسته فوزیه کوفي خپلې دوې لوڼه پاللې او لویې کړې دي

د شهره مشره خور په امریکا کې زدکړې کوي، ځکه نو شهره ته د مور پالنه ور په غاړې ده. نوموړې وايي: “د مور زړه ته ډېره نژدې یم، لکه ګرانه ملګرې داسې یې بولم”.

افغانستان د یوې ښځې په حیث د ژوند کولو لپاره خورا سخت ځای بلل کېږي او شهره وايي ښځینه سیاستوالې له سختو کړاوونو سره لاس او ګرېوان دي. شهره چې د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې سیاسي علوم لولي، وايي:

“تل مې غوښتل سیاست کې برخه واخلم. د مور تګلاره تعقیبوم او د هغې شخصیت راته بېلګه ده. غواړم هېواد کې مې بریدګر نه وي، ترهګري نه وي او بې عدالتي نه وي”.

د افغانستان سیاست د نارینه و ولکه کې دی او په رسنیو او خواله رسنیو کې د خپلې مور په هکله د نامناسبو څرګندونو له لیدو وروسته شهره پوهېږي چې یوه ښځه په دې لړ کې له څه ډول ستونزو سره مخامخېدای شي. دا وايي:

“د ځینو له خبرو ځورېږم، خو بیا ګورم چې ډېر نور داسې هم شته چې زما د مور د فعالیتونو ملاتړي دي”.

د شهره مور او ترور مریم له هغو کسانو وې چې (له یوې مشکوکو وسلوالې ډلې) سره د غیرقانوني اړیکو په تور د ۲۰۱۸ کال پارلماني ټاکنو کې له برخه اخیستو منع شوې، خو فوزیه کوفي دا تورونه ردوي.

شهره او خور یې دواړه پوهېږي چې سیاسي او فزیکي بریدونه به دوام وکړي، خو بیا هم نه غواړي مور یې له مبازې پر شا شي. شهره وايي:

“زما مور پر هرې ځوانې ښځې یو مثبت اغېز کړی. هغې داسې څه کړي چې د ښځو لپاره په افغانستان کې معمول نه بلل کېږي. اوس ډېری ښځې جرات کوي چې د هغې پر ګام سفر وکړي. موږ غواړو چې دا همداسې خپل فعالیت ته دوام ورکړي. بریدګر باید پوه شي چې په داسې کړنو د هغې غږ نه شي غلی کولای. موږ همدا لار غوره کړې او پر همدې لار به سفر کوو”.

Trending

Exit mobile version