تازه خبرونه
پر ننګرهار زندان د برید سمبالوونکی ووژل شو
د ملي امنیت عمومي ریاست خانګړیو ځواکونو د ننګرهار ولایت پر محبس د برید سمبالوونکی او پلانوونکی وژلی دی.
د ملي امنیت عمومي ریاست څرګنده کړې، چې د داعش د خراسان څانګې قاضي او د ننګرهار پر محبس د برید مسوول عبدالله اورکزی د دې ریاست د ځانګړیو خواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ عبدالله اورکزی د ننګرهار ولایت په نازیان او اچین ولسوالیو کې د جګړې د تر سره کولو مسوول هم و.
دغه ریاست په ډاګه کړې، چې نوموړي نه یوازې د ملکي وګړیو د سرونو پرې کولو مسوول و، بلکې داعش جنګیالیو ته به یې د ملکي نجونو د جبري نکاح او ودونو فتوا هم ورکوله.
ملي امنیت زیاتوي؛ د اسدالله اورکزي مرستیال، عبدالله اورکزی د داعش د استخباراتو مسوول هم و.
دوه اوونۍ دمخه، د اردو ځانګړيو ځواکونو یو سړی ونیوه، چې د بهرني داعش جنګیالي به یې له بهره افغانستان ته رالیږدول.
د ملي دفاع وزارت د څرګندونو له مخې: په کونړ ولایت کې کماندو ځواکونو تېره شپه په کونړ ولایت کې د داعش تر ټولو مهم او ظالم قومندان محمد افضل د محمد سعید زوی نیولی دی.
دفاع وزارت دا هم ویليو چې نیول شوی کس “په جلال آباد کې د وروستي ترهګریز برید یو اصلي لارښود و.”
د روان کال د اګست په لومړیو کې د دې ډلې ۱۱ غړیو چې په کې څلور تاجکان، درې هنديان، درې افغانان او یو پاکستانی و؛ د ننگرهار پر محبس برید وکړ، چې ۳۰ کسان یې ووژل او ۵۰ نور یې ټپیان کړل.
دغه برید لومړی یو هندي داکتر د زندان په دروازه کې د خپل موتر پرچاودنه پیل او نور زندان او تر څېرمه ودانۍ ته وردننه شول او ۱۸ ګړۍ یې روان وساته، چې په کې له ۱۷۰۰ بندیانو سلګونه بندیان له بنده وتښتیدل.
پرون د افغانستان ولسي جرګې غړي تائید کړه، چې له ۸۰۰ ډېر یې داعش دي او تر اوسه هم نیول شوي ندي.
د ولسي جرګې غړي عبدالکریم کریمي ویلي: د برید پرمهال په زندان کې ۱۷۰۰ بندیان ول، چې ټولو د تېښتې هڅه کړې. ۵۰۰ بندیان په زندان کې پاتې دي او نور ۸۰۰ کسان د طالب، داعش او مجرمینو په ګډون تښتیدلي دي.
داعش ډلې تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
