تازه خبرونه

پر نیمګړیو پاتې پروژو د کار پیلولو هڅې روانې دي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۱, ۱۴۰۱)

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي؛ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د شپږ زره نیمګړیو پاتې پروژو د بشپړولو هڅې،  چې بودیجه یې د نړیوال بانک لخوا ورکول کیده، اوس بندې دي.

د کلیو او بیارغونې وزارت مرستیال سید احمد مستقیم څرګندوي؛ د دې پروژو د پيل لپاره هم هڅې روانې دي؛ خو د ملي بودیجې له لارې د هغو پروژو تمویل، چې اوسمهال نیمه کاره پاتې دي؛ کارونه به یې بېرته پيل او بشپړ شي.

د سید احمد مستقیم د څرګندونو له مخې؛ په تېر کال کې د ۲۰ ولایتونو د ۱۶۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د اوبو رسولو ۴۲ ملي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

سید احمد مستقیم د خپلو خبرو په لړ کې په ډاګه کړې؛ د اوبو رسولو ۴۲ پروژې د یونیسف، مالیې وزارت او پوهنې وزارت پر همکارۍ پیل او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې.

د دې وزارت مرستیال سید احمد مستقیم ټينګار کوي، چې د ۱۹۵ میلیون افغانیو پر ارزښت په پېنځلس ولایتونو کې د اوبو رسونې د ۴۵ پروژو کارونه پيل شوي دي او زر کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ يادو پروژو د ٧٨ زره کسانو لپاره د څښاک پاکې اوبه او روغتيايي خدمات برابر کړي او د سل زره کسانو لپاره يې کاري زمینه هم برابره کړې ده.

د نړیوال بانک له لوري د پیل شویو پروژو د ملاتړ له درېدو سره د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د پروژو کار نیمګړی پاتې شوی دی.

په دې غونډه کې د کلیو او بیارغونې وزارت د اوبو رسونې برخې مشر اسدالله عمار هم ويلي، چې د روغتيايي پلانونو د پلي کېدو او د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي لپاره له همکارو بنسټونو سره ٤٤ هوکړه ليکونه لاسليک شوي، چې له مخې به يې شاوخوا دوه ميليون کسان له روغتیایي اوبو برخمن شي.

اړوند چارواکي وایي، چې په کندهار، فراه، بادغیس، کندوز، بغلان او لوګر ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د اوبولګولو ۱۰۰ کانالونه له نادولتي موسسو سره تر کار لاندې دي او د عملي کېدو په اړه یې هوکړې ته رسېدلي دي.

Trending

Exit mobile version