بی بی سی پښتو
پر ټرمپ د نیوکو له امله لېز چیني د ګوندي مشرتابه له څوکۍ لرې شوه
د امریکا جمهوریپال ګوند پر پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بیا بیا نیوکو له امله د رایو بهیر کې لېز چیني د دغه ګوند د مشرتابه له څوکۍ لرې کړه.
د پخواني مرستیال ولسمشر دېک چیني لور او د وایومېنګ استازې د ګوندي مشرتابه د مراتبو له مخې ولسي جرګه یا استازو مجلس کې د دریمې درجې څوکۍ درلوده.
مېرمن چیني د سې شنبې په ورځ ولسي جرګه کې یوه وینا کې د ۲۰۲۰ کال ولسمشرۍ ټاکنو کې د رایو غلا کېدو په هکله د ډونلډ ټرمپ پر بې ثبوته ادعاوو نیوکه وکړه.
هغې زیاته کړه چې جمهوريپال ګوند هم د ښاغلي ټرمپ د دې ادعاوو مقابل کې نه درېږي:
“درواغو ته چوپ کېدل او له پام یې غورځول درواغجن زړور کوي. زه به شا ته نه شم او نه به چوپه خوله کېنم. لکه نور چې ګوند په داسې لار برابروي چې د قانون له حاکمیت شاته شي او د پخواني ولسمشر سره په یو ځای کېدو زموږ ولسواکي کمزوروي.”
د چیني ځای به څوک نیسي؟
ولسي جرګه کې دوه نور جمهوریپال چې د مشرتابه مراتبو له مخې تر دې دغه جرګه کې مهم دي د نوموړې په ځای ټرمپ ته ژمن کس راوستل غواړي.
ویل کېږي په ولسي جرګه کې جمهوریپاله استازې الیز سټفانیک به د لېز چیني ځای ونیسي.
دا ګام د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو تر بایللو شپږ میاشتې وروسته هم په ګوند کې د ښاغلي ټرمپ ژورې رېښې ښيي.
ډونلډ ټرمپ هم د مېرمن چیني د لرې کولو لپاره د جمهوریپالو د رایې هرکلی کوي او زیاتوي:
“لېز چیني مصیبتي او سخته ښځه ده. هغه ورځ مې یې چې وینا واورېده پوه شوم چې د جمهوریپال ګوند لپاره څومره مضره ده.”
جمهوریپال څه وايي؟
د چیني ګوندي غړي وايي، مېرمن چیني په داسې حال تېر جنجال ته لمن وهي چې دوی غواړي پر راتلونکو ټاکنو پام ټول کړي.
د چارشنبې په سهار په ولسي جرګه کې د جمهوریپالو کوچني اکثریت د تړلو دروازو تر شا نوموړې له مشرتابه څوکۍ لرې کړه.
دې بهیر کې رایه ثبت نه شوه، خو ډېری جمهوریپالو د مېرمن چیني د لرې کولو لپاره رایه واچوله.
چیني تر مشرتابه څوکۍ له لرې کېدو سملاسي وروسته خبریالانو ته وویل:
“هر هغه څه به وکړم چې په وس مې پوره وي چې باوري کړم پخوانی ولسمشر هیڅکله هم بیا اوول دفتر ته نږدې کېدلی نه شي.”
چیني څنګه له سرخوږي سره مخ شوه؟
د هغې سیاسي پرځېدل د جنورۍ شپږمې بلوا سره تړاو لري، چې د ډونلډ ټرمپ پلویانو پر کانګرس برید وکړ او هغه هم په داسې مهال چې د جو بایډن په ګټه د ټاکنو د پایلو پر اعلان بوخت و.
نوموړې د لسو جمهوریپالو په ډله کې وه چې له پېښې څو ورځې وروسته یې د ډونلډ ټرمپ د استیضاح لپاره د ډیموکراټانو ملګرتیا وکړه.
خو ښاغلی ټرمپ په سنا یا مشرانو جرګه کې- چې د جمهوریپالو لاس کې وه- بري شو.
د جمهوریپال ګوند غړو میاشت وروسته د مېرمن چیني د نه ژمنتیا له امله د هغې مشرتابه څوکۍ رایې ته وړاندې کړه.
- واشنګټن کې د کانګرس پر ودانۍ برید کې پولیس او بریدګر وژل شوي
- د امریکا کانګرس د ټرمپ استیضاحول تصویب کړل
- د ولسمشر ټرمپ پلویان څنګه کانګرس ته ننوتل؟
هغې د ۶۱ مقابل کې په ۱۴۵ رایو سره ځان وساته، خو پر ډونلډ ټرمپ نیوکې یې جاري وساتلې.
نوموړې اونۍ مخکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې لیکنې سره پر ښاغلي ټرمپ بیا سختې نیوکې سره ډېر جمهوریپال غوسه کړل.
د دې لیکنې تر خپرېدو وروسته ولسي جرګه کې جمهوریپالو مشرانو د هغې د لرې کولو بهیر پیل کړ.