تازه خبرونه

پر ښه‌‌نیت د پاکستانيو اسیرانو خوشې‌کېدا او پر برید د افغانستان ګواښل

خواجه آصف د فرانسې له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ادعا کړې؛ په پاکستان کې وروستي بریدونه د هغه څه پایله ده، چې دا یې د افغانستان د حکومت او هند ترمنځ «نیابتي جګړه» بولي.

Published

on

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف خبرداری ورکړی، چې که اړتیا پېښه شي؛ اسلام‌آباد ښايي د افغانستان دننه هوايي بریدونه ترسره کړي.

خواجه آصف د فرانسې له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ادعا کړې؛ په پاکستان کې وروستي بریدونه د هغه څه پایله ده، چې دا یې د افغانستان د حکومت او هند ترمنځ «نیابتي جګړه» بولي.

خواجه آصف د پاکستان او هند ترمنځ روانو ترینګلتیاوو ته هم په نغوته(اشاره) کې ویلي، چې د دوه اټومي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ د شخړې احتمال اوس هم لیدل کیږي او د اسلام‌آباد او نوي ډیلي اړیکې په ترینګلي وضعیت کې دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چارشنبې پر ورځ د مبارکې روژې پر درناوي د درې پاکستانيو اسیرو سرتېرو له خوشې‌کېدا خبر ورکړ.

هغه ویلي، چې دا اسیر شوي سرتېري د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د تلې د نښتو پر مهال د افغان ځواکونو له‌خوا نیول شوي وه.

د ذبیح‌الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د اسیرانو د خوشې کېدا هڅه د اسلامي امارت د هغې پالیسۍ له مخې تر سره شوې، چې له نړۍ سره د مثبتو اړیکو د ساتلو لپاره ورته پاملرنه کیږي او اسیران هم د سعودي عربستان د غوښتنې له مخې یوه سعودي پلاوي ته وسپارل شول.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې د امنیتي اندېښنو له کبله له لوړو ژورو سره مخ دي؛ خو د کابل تل ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د هیچا او هیڅ ګاونډ پر ضد ونه کارول شي.

Trending

Exit mobile version