تازه خبرونه
پر کابل هوتل برید د بریدګرو پر وژل کېدو پای ته ورسېد
(Last Updated On: ليندۍ ۲۲, ۱۴۰۱)
نن (دوشنبه) د کابل ښار په شهرنو سیمه کې پر یوه هوتل برید شوی دی.
د ټولنيزو شبکو خپاره شوي انځورونه ښيي، چې د دغه هوتل د ودانۍ په لومړي پوړ کې له بريد وروسته اور لګېدلی دی.
د دغه برید له پیل څخه شاوخوا درې ساعته وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تویت وکړ، چې برید د درې بریدګرو په وژل کیدو سره پای ته ورسید.
مجاهد په ډاګه کړې، چې په دغه هوتل کې ټول میلمانه ژغورل شوي او هیڅ بهرنی وژل شوی ندی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، دوه بهرنيان هغه مهال ټپيان شول، چې د کور له پورتنۍ برخې يې ځانونه راوغورزول.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نده اخیستې.