تازه خبرونه

پر کلاشینکوف او ژېړو بشکو نشو کولی له ځان څخه د دښمن پروړاندې دفاع وکړو- د پوهنې وزیر

هغه د یکشنبې پر ورځ په بامیان ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، چې پر ژېړو بشکو یوازې هغه وخت دفاع کېدی شي، چې دښمن د هېواد په خاوره کې شتون ولري.

Published

on

د اسلامي امارت پوهنې وزیر حبیب‌الله آغا ویلي، چې په اوسنۍ زمانه کې د کلاشینکوف او ژېړو بشکو پر کارولو د دښمن پر وړاندې دفاع شونې نه‌ده.

هغه د یکشنبې پر ورځ په بامیان ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، چې پر ژېړو بشکو یوازې هغه وخت دفاع کېدی شي، چې دښمن د هېواد په خاوره کې شتون ولري.

نوموړی وایي: «که دښمن په سمندر یا بل ځای کې وي او له هغه ځایه توغندي وتوغوي یا د الوتکو پر مټ مونږ بمبارډ کړي؛ نو دفاعي تجهیزات باید مونږ خپله جوړ کړو.»

د پوهنې وزیر زیاته کړې؛ ایران داسې دفاعي سیسټم جوړ کړی، چې امریکا یې پر وړاندې پاتې راغلې ده.

هغه دا ټینګار هم وکړ؛ د مسلمانانو ترمنځ نفاق دومره ډېر شوی، چې ځینې یې د ایران پر ضد په جګړه کې له امریکا سره همکاري کوي.

Trending

Exit mobile version