تازه خبرونه

پر کونړ پوهنتون د پاکستاني پوځ راکټي برید؛ لسګونه زده‌کړیالان او استادان ټپیان شوي

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم دا پېښه غندلې او دا یې «ډارن، ظالمانه او د ټولو اسلامي او نړیوالو اصولو خلاف عمل» بللی دی.

Published

on

Last Updated on: غویی ۸, ۱۴۰۵

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت ویلي، چې نن(دوشنبه د غویي اوومه) پاکستاني پوځ له‌خوا د کونړ ولایت د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون په ترسره شوي راکټي برید کې یو شمېر زده‌کړیالان او استادان ټپیان شوي او د پوهنتون ودانۍ ته هم پراخ زیان اوښتی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم دا پېښه غندلې او دا یې «ډارن، ظالمانه او د ټولو اسلامي او نړیوالو اصولو خلاف عمل» بللی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې؛ په دې برید کې شاوخوا ۳۰ زده‌کړیالان او استادان ټپیان شوي او د پوهنتون ودانۍ او چاپېریال ته سخت زیان رسېدلی دی.

د لوړو زده‌کړو وزارت دغه عمل پر علم او د افغانستان پر بنسټیزو ارزښتونو برید بللی او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي، چې د دې پېښې پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي.

د وزارت د څرګندونو له مخې؛ د لوړو زده‌کړو وزیر امر کړی، چې ټپیان دې ژر تر ژره روغتیايي مرکزونو ته ولېږدول شي.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت د هېواد د علمي مرکزونو، پوهنتونونو او ښوونیزو بنسټونو امنیت ته ژمن دی.

Trending

Exit mobile version