سیمه ییز خبرونه

پر یوه پوځي کمپ د ځانمرګي برید له امله څلور تنه بهرنیان و وژل شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د سې شنبې په سهار د( چنګاښ ۳۱) د نړیوالو ځواکونو په یوه پوځي کمپ کې د ځانمرګي برید له امله څلور تنه بهرنیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

ځانمرګی، چې پر موټر سایکل سپور وو، د سهار په شپږ بجو او پنځه څلوېښت دقیقو د کابل ښار د ۱۵ امنیتي حوزې اړوند د قصبه په سیمه کې، چې د کابل نړیوال هوایي ډګر سره خوا کې پرته ده، د بهرنیو ځواکونو یو پوځي کمپ په نښه کړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي، په پېښه کې د کمپ څلور بهرني ساتونکي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د قربانیانو هویت نه دی معلوم خو مسئولین په دې برخه او دا، چې برید کوونکی څنګه دې ځای ته رسېدلی د څېړنو خبر ورکوي.

په سيمه كي عيني شاهدان وايي،چي چاودنه ډېره زوره وره وه خو ملكي وګړو ته يي تلفات ندي اړولي.

د چاودنې شدت له دې هم معلومېږي، چې د پېښې ځای ته یې نږدې د ودانیو ښیښې ماتې کړې دي.

دا پوځي کمپ امریکایانو پورې اړوند دی، چې د امنیت ساتنې چارې یې د نیپال، بنګله دېش، پیرو، هند او پاکستان د اتباعو په غاړه دي.

Trending

Exit mobile version