تازه خبرونه

پنجشېر ته سږکال ډېر سیلانیان راغلي – چارواکي

Published

on

د پنجشېر سیمه ییزو چارواکو ويلي؛ دا غرنی ولایت زړه راکښونکې او د لیدلو وړ سیمې لري، چې سږ کال یې له ډېرو کورنيو سيلانيانو هرکلی او کوربتوب کړی دی.

د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په يوه راپور کې څرګنده کړې، چې د روان کال په دوبي کې څه باندې ٩٠ زره کورنيو او ٢٣ بهرنيو سيلانيانو دغه ولايت ته سفر کړى دى .

د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي نصرالله ملکزاده ويلي، چې د پنجشېر ولايت دمه ځايونه، ځانګړی طبيعي راکښون، ښه هوا، سيندونه، امنيت او د سيمې د اوسيدونکيو میلمه پالنه دغه ولايت ته ډېر سيلانيان رامات کړي دي .

نوموړي دا هم ویلي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سياحت او ګرځندوى رياست په دې برخه کې د ګرځندویانو لپاره د ډېرو آسانتیاوو د برابرولو په هڅه کې دی او په دې اړه به خپې هلې ځلې روانې ساتي.

Trending

Exit mobile version