سیمه ییز خبرونه
پنځوس سلنه ماشومان د مور له شيدو بې برخې دي
د عامې روغتيا وزيرې د يكشنبې په ورځ(د زمري۱۳) د مور په شيدو د تغذيې د نړيوالې اوونۍ په نمانځغونډه كې ټينگار وكړ:
په هېواد كې پنځوس په سلو كې نوي زېږديدلي ماشومان د مور له شيدو بې برخې دي.
د نوموړې په وينا، د زوكړې په لومړيو ساعتونو كې د مور شيدې رودل د ميندو او ماشومانو په مړينه كې د پام وړ لږوالى راولي.
د عامې روغتيا وزيره وايي: د مور شيدې ماشوم ته ډېرې گټورې دي.
د نوموړې په خبره كوم ماشوم، چې د مور شيدي وروي، په راتلونكي كې له شري، تور ټوخي، گوزڼ، تور زيړي، نس ناستي او داسې نورو وژونكيو ناروغيو څخه ساتل كېږي.
يو شمېر هغه ميندې، چې خپلو ماشومانو ته شيدي وركوي، له نورو ميندو غواړي، چې خپل ماشوم ته تر دوه نيمو كلونو پورې شيدې وركړي.
د مور په شيدو د تغذيې نړيواله اوونۍ په داسې حال كې نمانځل كيږي، چې د روغتيا د نړيوال سازمان د څرگندونو له مخې، همدا اوس په ټوله نړۍ كې ۵۰ سلنه ماشومان د ميندو له شيدو بې برخې دي.