بی بی سی پښتو

پنځو هېوادونو افغانستان کې دایمي اورکم غوښتی

Published

on

Getty Images
د اختر د اوربند په ورځو کې ځینې افغانان خپلو اصلي مېنو او کلیو ته ولاړل چې اختر او خوشالۍ له خپلو کلیوالو او خپلوانو سره یوځای ولمانځي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، جرمني، ناروې، اندونیزیا، اوزبکستان او قطر په افغانستان کې د اختر د درېیو ورځو اوربند هرکلی کړی، خو غوښتنه یې دا ده چې افغانانو ته په دې سختو شرایطو کې د رسېدو پخاطر دې دایمي او هر اړخیز اورکم وشي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دغو هېوادونو افغان حکومت ته یو ګډ لیک استولی او د اوربند اعلان یې د جګړې او تاوتریخوالي پای ته رسېدو کې مثبت ګام بللی دی:

“موږ له لوریو غواړو چې په راتلونکو ورځو او اونیو کې داسې ګامونه واخلي چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل او په نهایت کې د بحران د پایته رسېدو او په افغانستان کې د سولې د تامین لامل شي.”

په یاد لیک کې د ملګرو ملتونو هغې غوښتنې ته هم اشاره شوې، چې د کورونا وېروس له امله یې په ګرده نړۍ کې د اوربند غوښتنه کړې ده.

په لیک کې راغلي: “موږ د دایمي او هراړخیز اورکم غوښتونکي یو، ترڅو په دغو سختو شرایطو کې افغانانو ته رسیدګي وشي. “

د ګډ لیک استوونکو هېوادونو په افغانستان کې د سولې د بهیر هر اړخیز ملاتړ هم اعلان کړی او له اړوندو او ښکېلو غاړو یې د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

وسله والو طالبانو د روژې په وروستي ماښام د کوچني اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ، خو په دې موده کې په دوو ولایتونو کې حکومت او طالبانو پر یو او بل د بریدونو ادعاوې وکړې.

د اختر د اوربند په ورځو کې ځینې افغانان خپلو اصلي مېنو او کلیو ته ولاړل چې اختر او خوشالۍ له خپلو کلیوالو او خپلوانو سره یوځای ولمانځي.

د طالبانو د اوربند له اعلان وروسته، افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د اوربند اعلان وکړ.

ولسمشر غني د اختر پر لومړۍ ورځ د طالبانو اقدام ته په ځواب کې د دوه زره طالب بندیانو د خوشي کولو اعلان هم وکړ.

د اختر په لومړیو ورځو کې افغان حکومت د طالبانو ۱۰۰ او بیا ۹۰۰ بندیان خوشي کړل او له طالبانو یې هم د ورته ګام اخیستو غوښتنه وکړه.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم پر خپله ټوېټر پانه لیکلي چې دا ډله به ژر د افغان حکومت “یو ښه شمېر” بندیان خوشي کړي.

د بندیانو دا خوشي کول د امریکا او طالبانو د سولې تړون برخه ده او دې دواړو لورو د افغان حکومت د ورورستۍ پرېکړې هرکلی کړی دی.

Trending

Exit mobile version