د هوا حالاتو بدلونونه

په آسترالیا کې حکومتي چارواکو د سیلابونو له کبله له خلکو وغوښتل، چې لوړو سیمو ته پورته شي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۶, ۱۴۰۲)

رویټرز راپور ورکړی؛ آسترالیایي چارواکو د یکشنبې پر ورځ د کوئینزلینډ په شمالي ایالت کې له زرګونو خلکو وغوښتل، چې د باران او سیلابونو له کبله لوړو ځمکو ته پورته شي.

د کوئینزلینډ چارواکو ویلي؛ د کایرنز په ځینو برخو کې پراخ سیلابونه راروان دي، چې د شاوخوا ۱۷۰۰۰۰ خلکو سیاحتي ځای دی. دا سیمه د دې ایالت له پلازمېنې بریزبین څخه شمالي لوري ته نږدې ۱۷۰۰ کیلومتره لرې ده.

د آسټرالیا د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې په کایرنز کې خطرناک او د ژوند ګواښونکي سیلابونه راوتلي، چې د یکشنبې پر ورځ ناوخته به د اوبو کچه د ۱۹۷۱ ریکارډ سیلاب ۴ اعشاریه یو مترو څخه زیات وي.

د کایرنز طبیعي پېښو مدیریت ادارې ویلي، چې کورونه، ودانۍ، سړکونه او پلونه سیلابونو لاندې کړي دي.

د دغه مرکز په خبرپاڼه کې راغلي: ښایي په دې سیمه کې د برښنا، د اوبو رسولو، فاضله موادو او تیلیفون خدمات بند شي.

ختیځه آسټرالیا په وروستیو کلونو کې په پرله‌پسې ډول سیلابونو ځپلې ده.

آسټرالیا اوس‌مهال د ایل نینو د هوا حالات تجربه کوي، چې تل له خطرناکو پېښو سره تړاو لري. لکه اور ، توپان ، وچکالي او د تودوخې څپې، چې د شنبې پر ورځ یې د هېواد ځینې برخې لاندې کړې.

Trending

Exit mobile version