Connect with us

سوداگري

په ازبکستان کې مېشت هر افغان پانګوال پانګونې ته چمتووالی لري – ملا برادر

د اقتصادي مرستیالۍ د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې افغان پانګوالو په ازبکستان کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو له پراختیا ملاتړ وکړ او هر پانګوال له ۱۰ څخه تر ۱۰۰ میلیون ډالرو پورې په افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی وښود.

خپور شوی

د

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ازبکستان کې له مېشت افغان پانګوالو او سوداګرو سره په تاشکند سفارت کې ليدنه کړې ده.

د اقتصادي مرستیالۍ د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې افغان پانګوالو په ازبکستان کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو له پراختیا ملاتړ وکړ او هر پانګوال له ۱۰ څخه تر ۱۰۰ میلیون ډالرو پورې په افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی وښود.

دوی همداراز په یوشمېر برخو کې خپلې ستونزې د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې، چې ملا برادر یې د حل ډاډ ورکړ.

 ملابرادر له پانګوالو سره د ليدنې پر مهال ويلي، چې د پانګونې او سوداګرۍ سیسټم له فساد او بېروکراسۍ پاک شوی او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د انرژۍ، کانونو، کرنې، ټرانسپورټ، زېربنا، مخابراتو، ټکنالوژۍ او روغتیا تر څنګ په ګڼو نورو سکټورونو کې پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره اړینه وبلله.

نوموړي زیاته کړې؛ افغان پانګوال باید په دې برخو کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي: « تاسې زمونږ د هېواد د اقتصادي پرمختګ ستنې یاست. ستاسې پانګونه، تجربې او وړاندیزونه زمونږ لپاره ارزښت لري. ستاسې پانګونه او سوداګریز فعالیتونه ټول افغانستان ته اقتصادي ګټه رسوي. مونږ غواړو تاسې ته د پانګونې نور فرصتونه هم برابر کړو، چې د صنعتي تولید، کرنې، ټرانزیټ او نورو اقتصادي سکټورونو د ودې لپاره خپلې تجربې او پانګې وکاروئ. اسلامي امارت د خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دی. په همدې موخه یې د سوداګرۍ او پانګونې بهیر اسانه کړې، د مالیاتو سیسټم منظم شوی، د سوداګرو او پانګوالو ټولو حقوقو ته پوره ژمن دی.»

ملابرادر له ټولو پانګوالو او سوداګرو وغوښتل، چې خپل صنعت او پانګه خپل هېواد ته را انتقال او د هېواد په پرمختګ کې خپل مسوولیت ادا کړي.

ویل کیږي، چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په ازبکستان کې مېشت افغان پانګوالو او سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې ستاسې پانګه، شتمني او سوداګریز فعالیتونه په افغانستان کې خوندي دي او اسلامي امارت به د اړتیا پر مهال هر ډول لازمه همکاري درسره کوي.

سوداگري

افغانستان، ازبکستان او چین د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا پر نویو لارو خبرې وکړې

دغه غونډه د ازبکستان د ترمذ ښار د نړیوال سوداګرۍ په مرکز کې جوړه شوې وه، چې د ازبکستان او چین د لوړپوړیو چارواکو ترڅنګ د بلخ والي محمد یوسف وفا، په تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر عبدالغفار بحر، د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال عبدالرحمن قانت، د دولتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال او د افغانستان د خصوصي سکټور یو شمېر استازي یې برخه‌وال ول.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان د سرخان‌دریا ـ چین په سوداګریزه غونډه کې د افغانستان، ازبکستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې د پراختیا پر نویو فرصتونو خبرې وکړې.

دغه غونډه د ازبکستان د ترمذ ښار د نړیوال سوداګرۍ په مرکز کې جوړه شوې وه، چې د ازبکستان او چین د لوړپوړیو چارواکو ترڅنګ د بلخ والي محمد یوسف وفا، په تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر عبدالغفار بحر، د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال عبدالرحمن قانت، د دولتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال او د افغانستان د خصوصي سکټور یو شمېر استازي یې برخه‌وال ول.

نورالدین عزیزي په خپله وینا کې ویلي، چې افغانستان له ازبکستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا نوي پړاو ته داخل شوی او د دواړو هېوادونو د چارواکو او سوداګریزو پلاوو متقابل سفرونه، سوداګریزې غونډې او د خصوصي سکټور ترمنځ هوکړې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې د پراختیا لپاره زمینه برابروي.

عزیزي چین د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو او د سیمې د نښلونې او د ختیځې، منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د نویو سوداګریزو ځنځیرونو په رامنځته کولو کې مهم هېواد وباله.

هغه د افغانستان صادراتو ته د چین بازار د ډېرو آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د ازبکستان له سوداګریزو او ټرانزیټي شبکو څخه پر ګټې اخیستنې د چین او د سیمې د نورو هېوادونو د بازارونو له لارې باید د افغانستان صادراتي توکو ته د لېږد زمینه برابره شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي؛ افغانستان د کانونو، کرنې، پروسس، انرژۍ، ماشین‌سازۍ، تولید او اقتصادي بېخبناوو په برخو کې د چینايي او ازبکستاني شرکتونو د پانګونې لپاره چمتو دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د اومه توکو پروسس او ګډې پانګونې کولی شي د سیمې هېوادونو ته د اوږدمهاله او متقابلو ګټو زمینه برابره کړي.

دغه راز د بلخ والي محمد یوسف وفا د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر ښو او دوستانه اړیکو سربېره په بلخ کې د پانګونې پر فرصتونو او د سراسري امنیت پر ټینګښت خبرې وکړې.

د غونډې په څنډه کې نورالدین عزیزي او ورسره پلاوي د ازبکستان د تولیداتو او محصولاتو له نندارتونه هم لیدنه وکړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

په هرات کې د سمنټو کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.

Published

on

نن په هرات ولایت کې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړپوړیو چارواکو په شتون کې د سمنټو د یوې لویې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ قراردادي شرکت د دې پروژې د پلي کولو لپاره ۱۴۳ میلیون ډالره پانګونه کوي او د فعالیت له پیل وروسته به د کارخونې د تولید ورځنۍ وړتیا شاوخوا درې زره ټنو ته ورسېږي.

مسوولانو ويلي، د دې پروژې له فعالیت سره به شاوخوا پېنځه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د پروژې د چارو د پیل په مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو او د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر وزیرانو هم ګډون کړی و.

د هرات د سمنټو پروژه د هېواد له لویو صنعتي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د دې ولایت خلک له کلونو راپدېخوا د هغې د استخراج او سمنټو د تولید د پیل پر تمه ول.

ویل کیږي، چې دا پروژه د هرات ښار لویدیځ ته شاوخوا ۳۰ کیلومټرۍ واټن کې د زنده‌جان ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري.

Continue Reading

سوداگري

افغانستان او ازبکستان د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د فرغانې ولایت مقام د خبري څرګندونو له مخې؛ د دې ولایت والي خیرالله بازاروف د امرالډ ډایمونډ ټریډینګ شرکت له مشر عبدالحمید انوري، د کام‌ایر هوايي شرکت له مشر عطاالله عظیمي، د تاج‌محل پټرولیم شرکت له مشر عبداللطیف نوروزي او د هغوی له سوداګریزو شریکانو سره لیدلي او د اقتصادي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.

Published

on

د ازبکستان د فرغانې ولایت چارواکو او یو شمېر افغان سوداګرو د ګډو پانګیزو پروژو د چارو پر چټکتیا، د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د فرغانې ولایت مقام د خبري څرګندونو له مخې؛ د دې ولایت والي خیرالله بازاروف د امرالډ ډایمونډ ټریډینګ شرکت له مشر عبدالحمید انوري، د کام‌ایر هوايي شرکت له مشر عطاالله عظیمي، د تاج‌محل پټرولیم شرکت له مشر عبداللطیف نوروزي او د هغوی له سوداګریزو شریکانو سره لیدلي او د اقتصادي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.

دا لیدنه افغانستان ته د فرغانې ولایت د پلاوي د هغه سفر په لړ کې ترسره شوی، چې د جولای پر شپږویشتمه او اووه‌ویشتمه یې کابل او مزارشریف ته کړی و. د دغه سفر پر مهال ازبک چارواکو او سوداګرو له افغان لوري سره لیدنې وکړې؛ په کابل او مزارشریف کې یې د فرغانې سوداګریز کورونه پرانیستل.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د ګډو پانګیزو پروژو پلي کېدل به چټکوي، د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ کچه به لوړوي او اقتصادي همکارۍ به نوي پړاو ته رسوي.

په دې غونډه کې د سوداګرۍ، کرنې، هوايي چلند، انرژۍ او لوژسټیک په برخو کې د پانګونې نوي فرصتونه او د همکاریو د پراختیا لارې هم وڅېړل شوې او افغان سوداګرو له ازبکستاني شرکتونو سره د پراخو همکاریو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

د فرغانې والي هم له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا د ازبکستان پر ژمنتیا ټینګار کړی او څرګندوي، چې د دې ولایت اداره به د ګډو پروژو او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو همکاریو له پراختیا ملاتړ وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!