تازه خبرونه
په استانبول کې د افغانستان قونسلګري د اسلامي امارت دیپلوماتانو ته وسپارل شوه
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د اسلامي امارت ديپلوماتانو په استانبول کې د افغانستان د قونسلګرۍ چارې رسماً پيل کړې.
د بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ د ترکیې په استانبول کې د افغانستان قونسلګري د اسلامي امارت دیپلوماتانو ته وسپارل شوه او نویو دیپلوماتانو په رسمي بڼه خپل کار پیل کړ.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي؛ د اسلامي امارت او ترکیې ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د اهمیت ترڅنګ په استانبول کې زرګونه افغان کډوالو د دې ښار اهمیت نور هم زیات کړی دی.
اعلامیه زیاتوي؛ د بهرنیو چارو وزارت استازي هڅه کوي، چې هلته د افغان کډوالو لپاره لازم او راڼه قونسلګري خدمتونو وړاندې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د آسیا د څانګې رییس ويلي؛ ګل مت خان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په استانبول کې د افغانستان د سر قونسل په توګه ټاکل شوی او خپله دنده یې پیل کړې ده.
سیاستوال وايي، اسلامي امارت ته د افغان سفارتونو او قونسلګریو سپارل د سرپرست حکومت مسوولیت نور هم درنوي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند ویلي؛ د کابل او استانبول ترمنځ د اړیکو د ښه والي ترڅنګ د افغان کډوالو د ستونزو له حل سره هم مرسته کوي.
یو شمېر هېوادونه لکه روسیه، پاکستان، چین، ایران او ترکمنستان، چې له سرپرست حکومت سره نږدې اړیکې لري؛ د اسلامي امارت دیپلوماتان یې منلي دي.
کارپوهان وايي، چې اسلامي امارت ته په بهر کې د افغانستان د سیاسي او دیپلوماتیکو دفترونو یو پر بل پسې سپارل د افغانستان لنډمهالي حکومت رسمیت پېژندلو ته یو ګام نږدې کوي.
پرون په تهران کې د افغانستان سفارت هم رسماً اسلامي امارت ته وسپارل شو، چې چارسمبالی یې فضل احمد حقاني دی.