Connect with us

تازه خبرونه

په اسلام‌آباد کې د اهل تشیع پر جومات د ځانمرګي برید وروستي حقایق بربنډ شول

د هغه امنیتي راپور له مخې، چې آریانانیوز تر لاسه کړی ښیي: له برید څخه څو ساعته وروسته د پاکستان پوځیانو د برید ګر د شناختي کارت له موندلو سره سم خپل جدیت ښکاره کړ او د خيبر پښتونخوا ايالت د باجوړ د ډمه ډولې او کټکوټ د اړوند سیمې د اوسیدونکو او برید ګر پر کورنۍ یې د داعشيانو تور ولګاوه او په اړه یې د‌ عملياتو لړۍ پراخه کړه.

خپور شوی

د

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌آباد کې د تېرې جمعې پر ورځ (د سلواغې اووه‌لسمه) د اهل تشیع پر یوه جومات خونړی ځانمرګی برید ترسره شو، چې په پایله کې شاوخوا دوه سوه کسانو ته مرګ او ژوبله واوښته؛ د برید مسوولیت داعشيانو پر غاړه اخیستی او د بریدګر انځور یې هم خپور کړی دی.

د هغه امنیتي راپور له مخې، چې آریانانیوز تر لاسه کړی ښیي: له برید څخه څو ساعته وروسته د پاکستان پوځیانو د برید ګر د شناختي کارت له موندلو سره سم خپل جدیت ښکاره کړ او د خيبر پښتونخوا ايالت د باجوړ د ډمه ډولې او کټکوټ د اړوند سیمې د اوسیدونکو او برید ګر پر کورنۍ یې د داعشيانو تور ولګاوه او په اړه یې د‌ عملياتو لړۍ پراخه کړه.

په اړوند څرګندونو کې راغلي؛ د اسلام‌آباد برید عمران(چې پر ابو بکر باجوړي مشهور دی)، ادریس (چې په یوسف مشهور دی) او ملا عمران طرحه کړی و. دې کسانو بریدګر رهبري کاوه، ټیلفوني تماس یې ورسره درلود؛ په باجوړ کې یې نوموړي ته روزنه ورکړې وه او د هغه لپاره یې انفجاري واسکټ له پېښور څخه انتقال کړی و.

په راپور کې زیاته شوې؛ د پاکستان امنیتي ځواکونو د برید د ورځې پر ماښام د خیبر پښتونخوا د نوښار په حکيم‌آباد سيمه کې د دوی پر مرکز عمليات ترسره کړل، چې په نتيجه کې يې یوسف (ادریس) وژل شوی، ابو بکر باجوړی نیول ونیول شو او ملا عمران بریالۍ تېښته کړې ده.

پوځي چارواکو «د برید په مخنیوي او د داعشیانو په لیکو کې د خپلو کسانو د مدیریت په برخه کې د ناکامۍ پټولو لپاره ادعا وکړه، چې بریدګر او د برید پلانوونکو په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته تګ راتګ درلودلی دی. »

راپور د پوځیانو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې: د دې برید پلانوونکي اشخاص ټول پاکستانیان دي او په افغانستان کې د اسلامي امارت تر حاکمیت یوازې څو میاشتې وروسته له دې کبله خیبر پښتونخوا په ځانګړي ډول باجوړ ته وتښتېدل، چې په افغانستان کې کړۍ ورباندې تنګه شوه او فعالیت یې نشو کولی.

په راپورونو کې راغلي: «دې ګروپ په باجوړ او پېښور ښار کې له ۲۰۲۳ز.کال راپدېخوا د جمعیت علماء اسلام ګوند د لاندې مسوولانو، دیني عالمانو او نورو مخورو په شهادت کې لاس درلود:

۱. د جمعیت علماء اسلام غړی مولانا صلاح الدین؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د سپټمبر مياشتي اوومه.

۲. د جمیعت غړی او د عنایت کلي په  بازار کې سوداګر مولانا الطاف حسین؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د سپټمبر مياشتي اوومه.

۳. د جمیعت علماء اسلام غړی او د عنایت کلي په بازار کې د غالیو سوداګر مولانا نور محمد؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د جون مياشتي دوه‌ویشتمه.

۴. د جمیعت علماء اسلام ځايي چارواکی او د پاکستاني طالبانو د مخکني چارواکي مفتی بشیر زوی معاذ خان(مفتی بشیر هم د تېر کال په رمضان میاشت کی د داعشیانو له‌خوا شهید شو) د معاذ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د اپريل مياشتي اته‌لسمه.

۵. سلفي عالم قاري اسماعیل؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د اوکټوبر مياشتي نهه‌ویشتمه.

۶. د جومات امام قاري ذین العابدین؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د اوکټوبر مياشتي ۲۷تمه.

۷. سلفي عالم او مدرس مولانا طلا محمد؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د اوکټوبر مياشتې څلورمه.

۸. مخکښ سوداګر اکرم خان؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د نومبر مياشتي نهمه.

په دې راپور کې لاندې پوښتنې راغلي:

ولې د دوه کلونو په اوږدو کې ياد ګروپ تثبيت نشو؟

ولې د اسلام‌آباد له بريد يوه ورځ وروسته عمليات ورباندې کيږي.

ولې د اسلام‌آباد له برید وروسته د پاکستان نظامي سټراټیژي بدله شوه؟ »

 دا هغه پوښتنې دي، چې د اسلام‌آباد له برید وروسته راپورته شوې او د استخباراتي چارو شنونکي يې په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کوي.

په دې لاسته راغلي راپور کې پاکستان ته د خراسان څانګې د رهبرۍ او افرادو د انتقال په اړه لیکل شوي: « لکه څنګه، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیت سره سم پر داعشیانو سیمه تنګه شوه او د داعش خراسان څانګې رهبرۍ د خپلو کسانو د خوندیتوب او ساتنې په موخه له افغانستان څخه پاکستان ته د انتقال امر وکړ او پاکستان د خپلو سیاسي او استخباراتي موخو لپاره په غیر مستقیم ډول د یوه منل شوي تعامل له مخې د یادې ډلې رهبري او افراد په سیسټماتیک ډول سره ځای پر ځای کړل او د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په غرنیو او اطرافي سیمو کې یې ورته د نظامي معسکراتو او روزنیزو کمپونو زمینه برابره کړه؛ خو هلته هم دا ډله تر مداوم فشار لاندې وساتل شوه.

د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د مرکزونو له فعالولو وروسته داعشیانو خپل فعالیتونه بېرته منظم کړل. ان تر دې، چې د تېر ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر پېنځه‌ویشتمه پر دې مرکزونو عملیات پیل شول، چې درې ورځې یې جریان درلود. د عملیاتو په پایله کې د دوی مرکزونه له منځه یووړل شول او شاوخوا ۳۰ جنګیالي، روزونکي، رابطین او قومندانان یې، چې زیاتره یې بهرني اتباع ول؛ ووژل شول. د ولید الترکي، محمد اسلام کرد ایراني او عبدالله الترکي پر نومونو درې مهمو داعشیانو هم په دې عملیاتو کې ژوند له لاسه ورکړ.

د مستونګ د مرکزونو له ویجاړېدا وروسته داعشیانو پر خیبر پښتونخوا تمرکز زیات کړ؛ خو هلته هم خوندي پاتې نشول او د تېر نومبر پر شپږویشتمه د خیبر ایجنسۍ په جبارمېله سیمه کې د دوی پر مرکزونو، چې د عبدالحکیم توحیدي او ګل نظیم تر سرپرستۍ لاندې فعال ول؛ ډرون برید وشو.

د روان ۲۰۲۶ ز.کال د فبرورۍ پر دوه‌یمه نېټه د باړې د قمبرخېلو په شنکو سیمه کې د دوی پر یوه بل مرکز نامعلومو وسلوالو برید وکړ، چې په پایله کې یې ۱۱ داعشیان ووژل شول او درې نور ټپیان دي. په وژل شویو داعشیانو کې له درې کسانو پرته، چې سیمه‌ییز اوسېدونکي وه؛ نور بهرنیان ول. په سیمه‌ییزو داعشیانو کې د عدنان پرنوم یو مهم کس (چې د ابو الحرب پر نوم مشهور و) هم په دې عملیاتو کې ووژل شو.»

له تېرو دوه کلونو راپدېخوا د داعش نور غړي هم په پاکستان کې د نامعلومو وسلوالو له‌خوا وژل شوي دي.

په دې راپور کې د داعش فکري او سیاسي انارشیزم ته هم داسې نغوته( اشاره ) شوې: «داعش د خپلو متشددو افکارو، سیاستونو، د واحدې پالیسۍ د نشتون له کبله په فکري لحاظ پر طبقو وېشل شوی تنظیم دی.»

دغه راز څرګنده شوې، چې ځینې غړي یې«د تکفیر په برخه کې پخپله د داعش تر منهج هم زیات افراط کوي؛ د تکفیر په اړه د هیڅ تفکیک او تدریج قایل ندي، په هیڅ ډول مصلحت عقیده نلري؛ برعکس ځینې نور یې بیا پراګماټیک او مصلحتي نظر لري او حتا چمتو دي، چې د خپلې ډلې د بقا لپاره له استخباراتي کړیو سره لار ومومي او د هغوی غوښتنې او فرمایشات پوره کړي. د داعشیانو په لیکو کې دغه راز افراد، چې د تنظیم د نورو کلیدي اشخاصو له فکري او نظامي منهج سره په سخت ټکر کې واقع دي؛ حضور د دې لامل شوی، چې د دوی په منځ کې ګروپونه او ډلې رامنځته شي؛ هر ګروپ له خپل رهبر څخه یو بت جوړ کړی او د یوه طاغوت حیثیت یې ورکړی دی.»

په دې راپور کې د پاکستان له استخباراتو سره د داعشیانو د اړیکو په اړه څرګنده شوې ، چې «د داعش له خراسان څانګې سره د پاکستان د استخباراتو د اړیکو تاریخچه د دې ډلې د فعالیت لومړیو ورځو ته رسیږي؛ د شیخ عبدالرحیم مسلم دوست د څرګندونو له مخې د داعشیانو د فعالیت په لومړیو ورځو کې لشکر طیبه ته منسوبو پاکستاني افسرانو کوښښ وکړ، چې داعش ډله په خپل لاس کې واخلي او خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره یې وکاروي، چې تراوسه پورې د داعش خراسان او پاکستان څانګې د پاکستاني استخباراتو له‌خوا کاریږي او ښه بېلګه یې پخپله په پاکستان کې د پوځي رژیم د سیاستونو د مخالفو څېرو وژل کېدل دي. »

راپور داهم په ډاګه کړې، چې داعشیانو ولې په اسلام‌آباد کې د اهل تشیع پر جومات برید وکړ؟ «د پاکستان استخبارات او د داعشیانو د خراسان او پاکستان څانګې نږدې اړیکې، همغږي او په ځینو مواردو کې ګډ پلانونه او مشترک اهداف لري. له همدې کبله په پاکستان کې د داعشيانو بریدونو استخباراتي بڼه خپله کړې او هلته یې فکري، نظامي او سیاسي فعالیتونه د نورو سیمو پر پرتله متفاوت لیدل کیږي؛ یوازې په ځانګړو سیمو کې مساجد، مدارس، عام وګړي، مخور علماء کرام او ولسي جلسې د پاکستان له سیاسي شرایطو سره سم تر بریدونو لاندې نیول کیږي. »

د اسلام‌آباد له برید وروسته ولې د داعشیانو پر وړاندې د پاکستان نظامي سټراتیژي بدله شوه؟

دا، چې اسلام‌آباد د پاکستان پلازمېنه ده او تر ډېره بریده یې د پاکستان پوځي رژیم نړۍ ته د یوه مامون او په ټولو برخو کې د پرمختللي معیاري او سمبولیک ښار په توګه وړاندې کوي او د پاکستان پوځي رژیم په دې وروستیو کې د بهرنۍ پانګونې د جلب لپاره هڅې کوي ثابته کړي، چې په پاکستان کې د پانګونې لپاره ټول شرایط مساعد دي، امنیت تامین دی او یو قانوني دولت، پیاوړی نظامي او استخباراتي ځواک حضور لري؛ خو دې برید د پاکستان د پوځي رژيم روایتونه او هڅې له ګواښ سره مخ کړې.

په اسلام‌آباد کې د اهل تشیع پر جومات له برید لږ وروسته د پاکستان د پوځي رژیم تبلیغاتي ادرسونو د یاد برید نسبت د دوی په اصطلاح(فتنة الخوارج) ته وکړ؛ پوځي رژیم تل د فتنة الخوارج اصطلاح له داعش او استخباراتي وسلوالو ډلو پرته د هغو جهادي تنظیمونو لپاره کاروي، چې د پوځي رژیم پر ضد جنګیږي.

هغه مهال، چې د داعشیانو رسمي خبري سرچینې اعماق د یاد برید مسوولیت ومانه او د بریدګر انځور یې خپور کړ؛ له دې کار سره داعشیانو دا پیغام ورکړ، چې په پاکستان کې یې پراخ نفوذ تر لاسه کړی دی او خپل وجود یې هلته ثابت کړ. دا هغه څه ول، چې پوځ ته د منلو وړ ښکاره نشول او د یاد برید د کیفیت او نوعیت د پیکه کولو لپاره یې بېړني تعقیبي اقدامات ترسره کړل، چې له یوې خوا د استخباراتي مدیریت ناکامي جبران کړي او له بل پلوه په پاکستان کې د داعشیانو د حضور په اړه د نړیوالو له اعتراضاتو او اندېښنو څخه تر یوه حده ځانونه خلاص کړي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې پوځي چارواکو تل د خونړیو بریدونو پړه پر افغانستان اچولې؛ خو د اسلام‌آباد پېښې نه یوازې بریدګر، بلکې ټول ګروپ او طراحان د پاکستان اتباع وښودل او د معلوماتو له مخې د بریدګر د کورنۍ په ګډون ځینې خپلوان یې هم د پاکستان د امنیتي ادارو له‌خوا نیول شوي دي. دا امنیتي ناکامي باید پاکستان راويښ کړي او ویې هڅوي، چې د استخباراتي استفادې پرځای په پاکستان کې د دې ډلې پر وړاندې صادقانه مبارزه وکړي.

تازه خبرونه

په تېر یو کال کې د ۲،۵ میلیارډ افغانیو زاړه بانکنوټونه راټول او له منځه وړل شوي

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري ويلي، چې هېوادوال کولی شي دافغانستان بانک یا سوداګریزو بانکونو ته ورشي؛ خپل زاړه او زیانمن بانکنوټونه له نویو هغو سره بدل کړي.

Published

on

دافغانستان بانک ويلي، چې په تېر یو کال کې د شاوخوا ۲،۵ میلیارډ افغانیو پر ارزښت زاړه او زیانمن بانکنوټونه له پولي چلښت څخه راټول او له منځه وړل شوي دي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري ويلي، چې هېوادوال کولی شي دافغانستان بانک یا سوداګریزو بانکونو ته ورشي؛ خپل زاړه او زیانمن بانکنوټونه له نویو هغو سره بدل کړي.

یو شمېر هېوادوال او صرافان په بازارونو کې د زاړو بانکنوټونو له زیاتوالي شکایت کوي او وايي، چې په ورځنۍ راکړه ورکړه کې د دغو پیسو کارول ستونزې لري.

دغه راز صرافان وايي، چې ځینې خلک د زاړو بانکنوټونو له اخیستلو ډډه کوي او دغه وضعیت د راکړې ورکړې بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

د افغانستان بانک له خلکو غوښتي؛ د افغانیو بانکنوټونو په ساتنه کې پام وکړي، چې له ټاکلې مودې مخکې زاړه او زیانمن نه‌شي او د نویو پیسو د ژر چاپولو اړتیا راکمه شي.

دافغانستان بانک مسوولانو ټینګار کړی، چې د پولي سیاستونو او د بازار د اړتیا له مخې، نوې بانکنوټونه پولي چلښت ته داخلوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو د ستونزې د حل لپاره هڅې کوو- ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد نن د« حکومت په هېنداره کې د مطبوعاتو» په څلورم پروګرام کې ویلي، چې اوس‌مهال د افغانستان له هرو څلور وګړو څخه یو کس پر زده‌کړو بوخت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو موضوع اوس هم تر څېړنې لاندې ده او حکومت د دې ستونزې د حل لپاره هڅې کوي.

مجاهد نن د« حکومت په هېنداره کې د مطبوعاتو» په څلورم پروګرام کې ویلي، چې اوس‌مهال د افغانستان له هرو څلور وګړو څخه یو کس پر زده‌کړو بوخت دی.

هغه زیاته کړې: د زده‌کړو هغه برخه، چې له «خنډ» سره مخ ده؛ هڅه کېږي، چې په دې بهیر کې ورګډه شي.

د اسلامي امارت ویاند ویلي، د زده‌کړو پراختیا، د لوړو زده‌کړو پراخول، د علمي څېړنو پیاوړتیا او د بشري ځواک د وړتیا لوړول په ۱۴۴۷سپوږمیز لېږدیز کال کې د هېواد د ښوونیزو او علمي بنسټونو د فعالیتونو له مهمو برخو څخه ول.

د هغه ویلي، په تېر یو کال کې ۲۳۸ نوي ښوونځي او دیني مدرسې جوړې شوي او د ۹۷۰ نورو ښوونځیو او مدرسو د رغونې او بیارغونې چارې ترسره شوې دي.

هغه د دولتي او خصوصي ښوونځیو شمېر له ۳۸ زره ډېر ښودلی، چې له ۷ میلیون او ۶۲۰ زره ډېر زده‌کوونکي په کې زده‌کړې کوي.

مجاهد همداراز ویلي، چې له ۲ میلیون او ۴۰۰ زره ډېر طالب‌العلمان په دیني مدرسو کې پر اسلامي زده‌کړو بوخت دي او له ۲۱۲ زره ډېر محصلان د هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي.

هغه زیاته کړې؛ تېر کال د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت په ښوونیزو مرکزونو کې ۲ زره او ۵۸۰ نوي زده‌کوونکي او محصلان جذب شوي، چې د هغوی ټول شمېر ۷ زره او ۶۴۳ تنو ته رسېږي.

د مجاهد د څرګندونو له مخې، د آزموینو عمومي ادارې تېر کال په ټول هېواد کې د کانکور ۵۳ دورې آزموینې اخیستې، چې ۱۸۹ زره او ۱۶۹ کسانو په کې ګډون کړی و.

هغه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په لیسو او انسټیټیوټونو کې د زده‌کوونکو او محصلانو شمېر ۷۷ زره او ۸۵۵ تنه ښودلی دی.

مجاهد ویلي، چې تېر کال ۱۴ علمي او څېړنیزې پروژې بشپړې شوي، د علومو اکاډمۍ له لوري ۱۶۴ علمي مقالې خپرې شوي او ۱۰۰ علمي کنفرانسونه او شپږ علمي سیمینارونه جوړ شوي دي.

د هغه په وینا، پر ۱۹۲ څېړنیزو پروژو هم کار روان دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

امریکا ۱۲ افغانان د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږل

د دغه افغان مدافع وکیلې آلما ډیوېډ ویلي، چې د هغې موکل د شل کلونو په لومړیو کې دی او په امریکا کې یوې محکمې له دې مخکې افغانستان ته د هغه د شړلو مخه نیولې وه.

Published

on

امریکا ۱۲ افغان وګړي له خپلې خاورې ایستلي او د مرکزي افریقا جمهوریت ته یې لېږدولي دي. په ایستل شویو کسانو کې یو داسې ځوان افغان هم شته، چې د کورنۍ غړو یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

د دغه افغان مدافع وکیلې آلما ډیوېډ ویلي، چې د هغې موکل د شل کلونو په لومړیو کې دی او په امریکا کې یوې محکمې له دې مخکې افغانستان ته د هغه د شړلو مخه نیولې وه.

افغان ایوک نومي بنسټ، چې له امریکا سره د همکارۍ کوونکو افغانانو ملاتړ کوي؛ د امریکا د مدني آزادیو ټولنې او د بشري حقونو فرسټ بنسټ په ګډه تائید کړې، چې دغه افغان هم له امریکا ایستل شوی دی.

د هغه یو ورور، چې اوس په امریکا کې ژوند کوي؛ د افغانستان د پخواني حکومت په پوځ کې له امریکايي ځواکونو سره یوځای خدمت کړی دی. بل ورور یې پیلوټ و، چې د امریکا له لوري روزل شوی و.

نیویارک ټایمز دغه افغان خلیل نومی یاد کړی او څرګندوي، چې پلار او خور یې هم له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

د بشري حقونو فرسټ بنسټ د کډوالو د پالیسۍ او حقوقو د برخې مشر ساوي آروي ویلي، چې د دغو کسانو الوتکه د شنبې پر ورځ د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمېنې بانګي ته رسېدلې ده. په دې الوتکه کې ۱۲ افغان، اته ایراني او یو شمېر نیپالي او نیکاراګویي وګړي لېږدول شوي دي.

دغه بنسټ ویلي، چې سږ کال مرکزي افریقا جمهوریت ته دا د امریکا درېیمه د ایستلو الوتنه ده.

دغو ایستنه د ډونالډ ټرمپ د حکومت د کډوالۍ پر وړاندې د سختې پالیسۍ یوه برخه بلل کېږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې، چې مرکزي افریقا جمهوریت ته سفر ونه‌کړي او د ناامنۍ، جرمونو، تښتونې، روغتیايي ستونزو او ترهګرۍ په څېر د خطرونو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!