تازه خبرونه

په اسلامي امارت کې اطاعت شته او هیڅوک باید د اختلاف تصور ونکړي

بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی(سرپرست) یوه کلتوري پروګرام ته د وینا پرمهال د اسلامي امارت په لیکو کې د هر ډول اختلاف شتون رد کړ او وايي، چې په اوسني نظام کې اطاعت شته او هیڅوک نشي کولی دا نظام ووېشي.

Published

on

Last Updated on: وری ۱۹, ۱۴۰۴

 د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی(سرپرست) امیر خان متقي د اسلامي امارت په لیکو کې هر ډول اختلاف ردکړ او وايي، چې په اوسني نظام کې اجماع شته او هیڅوک باید د اختلاف تصور هم ونکړي؛ ځکه، نو هیڅوک نشي کولی دا نظام ووېشي.

بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی(سرپرست) یوه کلتوري پروګرام ته د وینا پرمهال د اسلامي امارت په لیکو کې د هر ډول اختلاف شتون رد کړ او وايي، چې په اوسني نظام کې اطاعت شته او هیڅوک نشي کولی دا نظام ووېشي.

امیر خان متقي زیاته کړې؛ په ټولیزه توګه په هېواد کې امنیت شته او خلک باید د هغو کسانو تر اغېز لاندې را نشي، چې د نظام ویجاړول غواړي.

امیر خان متقي د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) سراج الدین حقاني او د اسلامي امارت د دوه نورو غړو پر سر د انعام لغوه کول هم د دوی د نه‌ستړې کیدونکو هڅو پایله ګڼي.

نوموړي زیاته کړې؛ په ټول هېواد کې امنیت شته او مخالفان جغرافیاوي پولې نلري.

هغه ټینګار کوي، چې هېواد له څلورو لسیزو څخه ډېر وخت په بحران کې دی؛ بیا رغونه یې یو ستونزمن او وخت نیونکی کار دی؛ خو اسلامي امارت قوي اراده لري او هیڅوک باید د اسلامي رژیم د مخالفانو د تبلیغاتو تر اغېز لاندې را نشي.

ویل کیږي، چې دا مهال په بهر کې ۴۱ فعال ماموریتونه شتون لري او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه پلاوي افغانستان ته سفر کوي.

Trending

Exit mobile version