تازه خبرونه
په اسلامي امارت کې د هرې ژبې، توکم او سمت استازي وجود لري
د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره د شانګهای همکاریو ټولنې د غوښتنې او پوښتنې په غبرګون کې څرګنده کړې؛ په اسلامي امارت کې د هرې ژبې، توکم او سمت استازي شتون لري.
یاد وزارت په هغه خبرپاڼه کې، چې د چارشنبې پر ورځ (د چنګاښ پر ١٤ نېټه ) خپره شوې؛ ټينګار کړى، چې د افغانستان د حکومت د جوړښت په اړه د شانګهاى همکاريو ټولنې د غړیو هېوادونو اندېښنې دې د واقعيتونو پر پوهېدو حل شي.
د بهرنیو چارو وزارت د دغې ټولنې د پرېکړه لیک هغه برخه، چې په کې د یوه آزاد، باثباته، متحد، له جنګ او له نشهیي توکو څخه د پاک افغانستان ملاتړ او د کډوالو د راستنیدو لپاره د بشري مرستو او اسانتیاوو برابرولو ډاډ څرګندوي؛ ستاینه کوي او څرګندوي، چې په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو دي.
دغه راز د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د شانګهای همکاریو ټولنې په غونډو کې ګډون، چې افغانستان یې څارونکی غړی دی؛ د اسلامي امارت بشپړ حق دی او په داسې غونډو کې د اسلامي امارت نه حضور د هر اړخیزې همغږۍ، ناامنیو او مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي، د بشردوستانه مرستو چمتو کولو، بېخبنایی پروژو پلي کولو، اسانتیاوو برابرلو، هر اړخیزو همکاریو او د سیمې د اقتصادي پیوستون لپاره د دوه اړخیز ډاډ پر وړاندې لوی خنډ دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د شانګهای همکاریو ټولنې د مشرانو په راتلونکې غونډه کې، چې ټاکل شوې په قزاقستان کې جوړه شي؛ د افغان حکومت د ګډون لپاره باید شرایط برابر شي.