سیمه ییز خبرونه
په اسلام آباد کې له محکمې بهر موټر بم مرګ او ژوبله رامنځته کړه
د پاکستان د (PTV) د راپور له مخې؛ ډېری قربانیان هغه کسان دي، چې د محکمې ناستې ته راغلي وه. چاودنې له محکمې بهر ولاړو څو پارک شوي موټرهم زیانمن کړل.
د پاکستان دولتي رسنیو راپور ورکړ، چې په پلازمېنه اسلامآباد کې د سېشنبې پر ورځ( د لړم شلمه) له یوې محکمې بهر یو موټر بم زوروره چاودنه رامنځته کړه، چې په کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي،
د پاکستان د (PTV) د راپور له مخې؛ ډېری قربانیان هغه کسان دي، چې د محکمې ناستې ته راغلي وه. چاودنې له محکمې بهر ولاړو څو پارک شوي موټرهم زیانمن کړل.
عیني شاهدانو له چاودنې وروسته د پېښې صحنې بیان کړي دي؛ د پولیسو او طبي کارکوونکو په ګډون د بېړنيو مرستو ډلو ټپیان نږدې روغتونونو ته ولېږدول.
چاودنې کړکۍ ماتې کړې او ټوټې یې پر سړکونو خپرې شوې.
د اسلامآباد پولیسو تر اوسه پورې په دې اړه بشپړ معلومات ندی خپاره کړي؛ خو تائیدوي، چې څېړنې روانې دي. چارواکو سیمه محاصره او امنیتي پرسونل یې ځای پر ځای کړي دی، په داسې حال کې، چې عدلي ډلې د پېښې ځای ارزوي.
تر دې دمه هیڅ ډلې یا چا د برید مسوولیت ندی منلی.
چارواکو ویلي؛ د اسلامآباد پولیسو، د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) او استخباراتي ادارو یوه ګډه ډله د چاودنې په اړه څېړنه کوي، چې د چاودنې لامل معلوم کړي او مسوول کسان وپېژني.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د اسلامآباد په ګډون په ټول پاکستان کې امنیتي پېښو خلک اندېښمن کړي دي.
