تازه خبرونه

په اسلام کلا ګمرک کې اورلګېدنې ۵۰ میلیون ډالر زیان اړولی

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۶, ۱۳۹۹)

 د خصوصي سکتور غړیو ویلي، چې په ګمرکونو کې فساد، د موټرو د معیاري پارکونو نشتوالی او اداري ګډوډي د اور لګیدنې لامل دی.

د افغانستان د خصوصي سکتور فډراسیون مسوولینو پر حکومتي ادارو نیوکې کړي، چې د بې غورۍ او اداري فساد له کبله یې د هرات په ګمرک کې د سوداګرو میلیونونو ډالرو پانګه د اور لمبه کړه.

دوی ويلي، چې د ګمرک اداره ډېره کمزورې ده؛ د موټرو لپاره منظم پارکونه نشته او د اور وژنې غم یې ندی کړی.

د خصوصي سکتور د خونو فډراسیون مرسیتال سخي احمد پيمان ویلي؛ د ګمرک د مسوولینو بې پروایي د دې ستر مالي زیان لامل شوی. د ګمرک مسوولینو باید د داسې ستونزو د رامنځ ته کیدو اټکل او تدابیر درلودلی.

د خصوصي سکتور د خونو فډراسیون غړی حاجی میر ویس حاجي زاده ویلي: ستونزه هغه ورځ پيل شوه، چې ټرانسپورټ اعتصاب وکړ؛ ګمرک، ټرانسپورټ وزارت او د هېواد رهبري ټول ګرم دی باید ستونزو ته يې پخپل وخت پاملرنه کړې وای.

حکومت د اورلګیدنې د عواملو د پیدا کولو لپاره پلاوی استولی؛ خو سوداګر ناهیلي دي او وايي، چې څېړنې یې ستونزې نشي حلولی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اورلګیدنې پېښه د اندېښنې وړ بللې او وايي، چې د مالي زیان او د پېښې د عواملو د موندلو لپاره یې ېړنې پیل کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي وایي: مونږ د دې پېښې د رامنځته کیدو له کبله خواشیني شوي یو؛ خو د اور لګیدنې د څېړنې لپاره مو پلاوی استولی او مونږ هڅه کوو، چې تر یوه بریده له دغو زیانمنو سره همکاری وکړو.

د اقتصادي چارو پوهانو څرګنده کړې، چې باید  جبرې سوداګریزې بیمې جوړې شي، چې د دې ډول پېښو مالي زیانونه پوره کړي.

Trending

Exit mobile version