روغتيا
په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ خپرېدا د اندېښنې وړ ده – د روغتیا نړیواله ټولنه
د دې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، چې سږکال په پاکستان او افغانستان کې د پولیو ویروس نهه نوي پېښې ثبت شوي، چې یوه یې په افغانستان او اته نورې یې په پاکستان کې دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د دوشنبې پر ورځ( د زمري شپږمه ) ویلي، چې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزن یا پولیو مثبتې چاپېریالي نمونې د تېر کال پر پرتله زیاتې شوې دي.
د دې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، چې سږکال په پاکستان او افغانستان کې د پولیو ویروس نهه نوي پېښې ثبت شوي، چې یوه یې په افغانستان او اته نورې یې په پاکستان کې دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې زیاته کړې، چې د ویروس د لېږد تمرکز د افغانستان په سویلي ولایتونو او د پاکستان په کویټه، کراچۍ او خیبر پښتونخوا په اړوند سیمو کې دی.
د راپور په یوه برخه کې دا هم ویل شوي، چې له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو راستنېدا د ګوزڼ ویروس د خپرېدا خطر زیات کړی دی.
د روغتیا نړیوالې ټولنې ټینګار کړی، چې د پولیو ویروس بشپړ کنټرول سیمهییزې همکارۍ او په ځانګړي توګه په ناامنه او څنډیزو سیمو کې د ماشومانو لاسرسي ته اړتیا لري.
د دې ټولنې د راپور له مخې؛ افغانستان سږ کال د ملي او ولایتي کچې دوه دورې واکسیناسیون ترسره کړی، خو واکسیناسیون د کور پر کور پر ځای د سیمې پر کچه ترسره شوی دی.
دا ټولنه اندېښمنه ده، چې اوسنی چلند نشي کولی په دوامداره توګه ټول هغه ماشومان په ځانګړي توګه نجونې او کوچني ماشومان تر پوښښ لاندې کړي، م چې د ویروس د خپرېدا خطر زیاتوي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د افغانستان او پاکستان د روغتیایي چارواکو ترمنځ د روانې همغږۍ او همدارنګه له نړیوالو شریکانو سره د همکاري په ګډون په سرحدي دروازو کې له واکسیناسیون ستاینه وکړه.
پر نړیواله کچه د وحشي پولیو ویروس لومړۍ بڼه (WPV1) یوازې په افغانستان او پاکستان کې پاتې دی؛ خو د نړیوالې خپرېدا خطر یې اوس هم پاتې دی. دا خطر د واکسیناسیون ضعیف پوښښ، ناامنۍ او د نفوسو د خوځښت له کبله زیات شوی دی.
