لوبی
په افغانستان فوټسال غوره لیګ کې پیروزي پنجشېر او نورزاد لوبدلو په اوومه او اتمه لوبه کې بریا ترلاسه کړه
په دې لوبه کې د پیروزي پنجشېر فوټسال لوبدلې ستوري سید مرتضی حسیني د غزني دیار سنايي لوبدلې پر وړاندې د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو.
د دوشنبې پر ورځ (د غبرګولي نولسمه)، د پیروزي پنجشېر لوبډلې لوبغاړو وکولی شول، چې د افغانستان فوټسال غوره لیګ په اوومه لوبه کې د غزني دیارسنايي لوبدلې ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړي.
په دې لوبه کې د پیروزي پنجشېر فوټسال لوبدلې ستوري سید مرتضی حسیني د غزني دیار سنايي لوبدلې پر وړاندې د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو.
په نننۍ اتمه لوبه کې د نورزاد FC لوبډلې له ظاهر FC سره مخامخ شوه.
که څه هم د لوبې لومړۍ نیمایي مساوي او پرته له کوم ګول پای ته ورسیده؛ خو د لوبې په دوهیمه نیمایي کې، د نورزاد فوټسال لوبدلې وکولی شول، چې د ظاهر اسد لوبدلې ته ۴ بر ۰ ماتې ورکړي.
په دې لوبه کې د نورزاد فوټسال لوبډلې د ملي لوبډلې ستوری حمید رضا حسیني غوره لوبغاړی وټاکل شو.
په دې سیالۍ کې سبا سېشنبه (د غبرګولي شلمه) د مازیګر پر ۴ بجو لومړۍ لوبه به د جوانان میهن او زیتون فوټسال لوبډلې ترمنځ ترسره شي او په دوهیمه لوبه کې به د ماښام پر ۶ بجو اتحاد فوټسال لوبډله د امید فوټسال لوبډلې پر وړاندې لوبه وکړي.
په ټول هېواد کې د فوټسال مینهوال کولی شي دا سیالۍ پر ژوندۍ بڼه او په ځانګړي ډول د آریانا ټلویزیون له لارې وګوري.