سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې افغان ماشومان له خوار ځواكۍ او لوږې كړيږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملگرو ملتونو د څرگندونو له مخې، په ۲۰۱۳ م كال كې د خوار ځواكۍ پيښې  د ۲۰۱۲م كال په پرتله په سلو كې ۵۰ زياتې شوې دي.

د نيويارك ټايمز د ورځپانې په وينا، كه څه هم هره ورځ د هلمند د مركز لښكرگاه ښار د بست په روغتون كې له ۴۰ تر ۵۰ ماشومان تداوي كيږي. نږدې درې سوه نور ماشومان، چې له لږ خوارځواكۍ سره مخ دي د درملنې په خوراكي پروگرام كې شامل شوي دي.

د اندراگاندي په روغتون كې د خوار ځواكۍ د درملنې د څانګې مسوول داكتر صفي الله اباسين وايي:

داكتران د كندهار، فراه، كونړ، پكتيا او پكتيكا په روغتونونو كې هم د خوار ځواكۍ د ورته پېښو راپورونه وركوي او په كابل كې هم د خوار ځواكي پېښې ليدل شوې دي.

داكتر صفي الله اباسين زياتوي د افغانستان په جگړه ځپلو سيمو كې ماشومانو ته سالمه تغذيه ستونزمنه ده او د هلمند په بست روغتون كې د ماشومانو د خوار ځواكۍ پېښې د پام وړ زياتې شوې دي.

د يونسف يو مسوول داكتر احمد اپريدى وايي:

زياتره داكتران او مرستندويان د دې حالت د را منځته كيدو عوامل د جگړو دوام او كډوالي په گوته كوي. مونږ سخت كار كوو، خو مونږ تجهيزات او ښې سرچينې نه لرو.

د نوموړي په وينا، زيات ناروغان راځي او مړه كيږي.

يو شمېر ميندې لوږه د خوارځواكي عامل بولي.

په افغانستان كې د ښځو او ماشومانو د ستونزو يوه بله برخه كورنى تاوتريخوالي دي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كميسيون مشرې سيما سمر رويترز آژانس ته ويلي، د ښځو په وړاندې د زور زياتي پېښې له حده زياتې ډېرې شوي دي.

د مشرانو جرگې رييس فضل هادي مسلم يار د ښځو په وړاندې د زور زياتي پېښې غندي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كميسيون د مشرې په وينا، د ښځو د شونډو او پوزو غوڅول، وهل ټكول، په عام محضر كې د جنسي تېري پېښې په افغانستان كې تر سره شوي دي.

د تاوتريخوالي د عاملينو معافول، اقتصادي ستونزې او د ناامنيو زياتېدل د ښځو په وړاندې د زور زياتي د پېښو د زياتوالي دليلونه بلل شوي دي.

Trending

Exit mobile version