سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې دې سياسي ډلې له فقر او بيوزلۍ سره مبارزه وكړي
د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مركز وايي، چې:
د بهرنيانو په لارښوونه د افغانستان د سياسي نظام د بدلون د هڅو په ځاى په كار ده، چې په افغانستان كې له فقر او بيوزلۍ سره مبارزه وشي.
د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مركز، چې د مهمو مسايلو په اړوند له څېړنو وروسته خپل دريځ روښانوي، په خپله تازه خبري غونډه كې وويل، چې:
په اوسنيو شرايطو كې د فدرالي نظام د واكمنولو لپاره د بهرنيو په لارښوونه او د كورنيو كړيو په واسطه روانې هڅې، ډېرې خطرناكې تماميداى شي.
د دغه مركز غړى استاد هاشمي وايي:
په افغانستان كې د ليرې او نږدې هېوادونو لاسوهنې، پر خلكو واكمن فقر، د قانون نه واكمني او ناامنۍ هغه ستونزې دي، چې د حل لپاره يې بايد سياسي ډلې كار وكړي.
دوى زياتوي، چې:
د پرديو د لاسوهنې او د نظام د بدلون د هڅو په ځاى په كار ده، چې سياسي ډلې له دولت سره يو ځاى د دغو ستونزو د حل لپاره كار وكړي.
د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مركز په داسې حال كې د ځينو ډلو په روانو هڅو اندېښنه څرگندوي، چې له نړيوالو څخه افغانانو ته د مسووليتونو د ليږد بهير گړندى شوى او نړيوال پوځونه له افغانستان څخه په وتو دي.
