سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې د ايډز ناروغي د تېر كال په پرتله ۳۸ سلنه زياته شوې
په كابل كې د دسمبر لومړۍ نېټه له ايډز سره د مبارزې نړيواله ورځ ونمانځل شوه.
د عامې روغتيا وزارت چارواكي وايي، په كابل كې د ايډز په وړاندې د مبارزې د نړيوالې ورځې په مناسبت نمانځغونډه كې هغه لارې په گوته كړې، چې يو كس د ايډز پر ناروغي اخته كوي.
د عامي روغيتا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندي كولو مرسيتاله ناجيه طارق وايي:
تېر كال د ايډز ۱۱۷مثبتې پيښې افغانستان كې كشف شوي؛ خو سږ كال ۱۶۲ ته لوړې شوي دي.
آغلې ناجيه طارق زياتوي، سږ كال د تېر كال د ورته مودې په پرتله ايډز ناروغي په افغانستان كې اته دېرش سلنه زياته شوې ده.
د حج او اوقاف وزارت سلاكار شريف رباطي وايي، هڅه كيږي، چې د جوماتونو د ملا امامانو د تبليغ له لارې د ايډز د ناروغۍ په اړه خلكو ته معلومات وركړ شي، چې د دې وژونكې ناروغۍ مخه ونيول شي.
د عامې روغتيا وزارت رسمي څرگندونې ښيي، چې افغانستان كې پر ايډز شاوخوا ۱۵۰۰كسان اخته دي؛ خو دا وزارت او نړيوال روغتيايي سازمان اټكل كوي، چې په افغانستان كې ممكن ۵زره كسان د ايډز په ناروغۍ اخته وي.
