سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې د نفتو د تصفيې لوى مركز جوړيږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كانونو وزارت په افغانستان كې د نفتو د تصفيې د يو لوى مركز له جوړولو خبر  كړو.

د كانونو وزير وايي:

په ځينو شمالي ولايتونو كې د نفتو زيرمې شته، چې د نفتو د تصفيوي مركز په جوړيدو به افغانستان په دې برخه كې په ځان بسياينې ته نيژدې شي.

د كانونو وزير وحيد الله شهراني وايي:

په پام كې ده، چې په دې سيمه كې د گازو ټولې څاگانې ورغول شي.

شهراني زياتوي:

په پام كې ده، چې د افغان–تاجيك د نفتو حوزې د استخراج تړون د راتلونكې لمريزكال په پيل كې نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې شي، چې دا كار به نهه مياشتې وخت ونيسي.

د فارياب والي محمد الله بتاش وايي، چې:

د فارياب ولايت د افغان– تاجك په نفتي حوزه د تېلو د را ايستلو په موخه ودانۍ او تاسيسات جوړيږي، چې په نږدې راتلونكې كې به يې كار پيل شي.

د جوزجان والي عالم ساعي وايي:

همدا اوس د افغانستان په جوزجان ولايت كې گاز را ايستل كيږي او په همدې ځاى كې تصفيه كيږي، چې له دې لارې د گازو په برخه كې د يو شمېرخلكو اړتياوې پوره كوي.

د يادونې وړ ده، چې له دې گاز څخه د مزارشريف په كود برق فابريكه كې هم كار اخيستل كيږي.

Trending

Exit mobile version