سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو له حضورملاتړ ته اړتيا ده- دانفورد
جنرال جوزف دانفورد، چې په پام كې ده په افغانستان كې د ناتو ځواكونو كومانده په غاړه واخلي؛ د امريكا مشرانو جرگې ته وويل:
په افغانستان كې د تېرو څو كلونو د لاسته راوړنو ساتنه اړينه ده، چې په همدې موخه د امريكايي ځواكونو حضورته هم اړتيا ليدل كيږي.
جنرال دانفورد، چې په افغانستان كې د ناتو ځواكونو د عمومي كوماندان جنرال جان آلن په ځاى ټاكل شوى؛ د جمعې په ورځ(د لړم۲۶) يې د خپل راتلونكي ماموريت په اړه د امريكا مشرانو جرگې د وسله والو ځواكونو جرگه گۍ ته معلومات وركړل.
دانفورد وايي، چې:
د بېلابېلو موخو لپاره تر ۲۰۱۵ز. كال پورې په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو له پاتې كيدو ملاتړ كوم. له ۲۰۱۴ز. كال وروسته په افغانستان كې د امريكا ټوليزه موخه د امنتيي لاسته راوړنو ساتنه ده، چې دغه هېواد بيا هيڅكله د ترهگرو په پټنځاى بدل نه شي.
جنرال دانفورد څرگنده كړې، چې:
په افغانستان كې ټاكل شوې موخې ته د رسيدو لپاره د امريكا اصلي پوځي ماموريت بايد د افغان ځواكونو ښوونه او روزنه ، له غير پوځي او ملكي بنسټونو ملاتړ او د ترهگرۍ ضد عملياتو تر سره كول وي.
امريكايي جنرال په داسې حال كې، چې افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو د ليږد ملاتړ كوي؛ خو ټينگار كوي، چې:
افغان ځواكونه به د ۲۰۱۴ز. كال تر پايه ونه توانيږي، چې په يوازي توگه چارې پرمخ يوسي؛ د الوتكو او چورلكو د كارولو، د سړك غاړې ماينونو پر ضد مبارزې او د اطلاعاتو د راټولولو په برخه كې به نړيوالو سرتېرو ته اړتيا ولري.
جانفورد له هغه وروسته په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د عمومي كوماندان په توگه د دغه هېواد د ولسمشرله خوا نومول شوى، چې جان آلن په اروپا كې د امريكايي ځواكونو د كوماندان په توگه وټاكل شو؛خو په دې وروستيو كې له يوې ښځې سره د امريكا د استخباراتي ادارې يا سي آى آې د رييس ديويد پيتريوس د مسلې د رسوا كيدو په پېښه د هغه د احتمالي ښكېلتيا له كبله په اروپا كې د ده دا دنده ځنډول شوې ده.